لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین:نړیوالو چارو کې دپاکستان بشپړ ملاتړ کوؤ


چین اعلان کړی چې په نړیوالو چارو کې به دپاکستان بشپړ ملاتړ کوي اؤ ددغه هیواد نه دغرییۍ ختمولو په ختمولو اؤ پرمختیا کې به یې کلک ملګری وي.

دپاکستان په سفر تللي د چین د باندنیو چارو وزیر وانګ ژي دخپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دخالي په ورځ خپله وینا کې ویلي دچین بهرنۍ تګلاره کې پاکستان ته کوټلی ارزښت ترلاسه دی اؤ اسلام اباد چې دترهګرۍ دمخنیوي دپاره کومې هڅې کړي یا یې کوي چین دهغې ملاتړ کوي.

ښاغلي وانګ ژي وویل چین غواړي د پاکستان سره خپل تجارت نور هم پراخه کړي اؤ ددې هیواد سره د ژوند په هره څانګه کې خپلې مرستې وغځوي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي په دغه موقعه ویلي د چین د وګرو تحفظ اؤ دسي پیک ساتنه دپاکستان دپاره خورا مهم دي اؤ پاکستان دغه لوري ته خپل ټول پام ساتلی دی.

هغه وویل د چین د بهرنیو چارو وزیر سره یې په دوه اړخیزه اړیکو اؤ نړیوالو چارو ګټورې خبرې کړي اؤ په ټولو مهمو نړیوالو مقاماتو یا فورمونو به پاکستان د چین ترڅنګ ولاړ وي.

هغه وویل د ترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان مهم رول لوبولی اؤ هوډ لري چې خپله زمکه به هیچاته د ورانکارۍ د مقصدونو دپاره ورنه کړي.

تر دې وړاندې د دواړو هیوادونو دبهرنیو چارو د وزیرانو ترمینځ‌ یو په یو اؤ د ډلو په کچه خبرې هم دپاکستان په خارجه دفتر کې وشوې چې پکې دپاکستان اؤ چین ترمینځ په جوړیدونکې اقتصادي لاره (سي پیک)اقتصادي مرستو کلتوري اؤ تعلیمي چارو اؤ د سیمې په وضعیت خیالات تبادله شول.

په دغو خبرو کې دواړو خواؤ دستراتیژیکې مرستو په غځولو اتفاق کړی دی.

پاکستان کې د نوي حکومت جوړیدو راپدیخوا دچین د لوړ رتبه چارواکو اسلام اباد ته دا لمړی سفر دی اؤ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ویلي چې چیني چارواکو وزیراعظم عمران خان ته هم دنومبر میاشت کې د چین د سفر بلنه ورکړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG