د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه د امنيت چارې وروستو له ډېرو احتجاجونو ځايي انتظامیې په خپل واک کې اخيستي او امن کمېټي به نور د امنيت په چارو کې هيڅ کار نه لري.
د جنوبي وزيرستان مرستیال کمشنر سهېل احمد خبريالانو سره په خبرو کې ويلي ؤ د ځايي مشرانو سره د جرګې وروستو ځايي انتظاميې د امنيت چارې په خپل لاس کې واخيستې، د واڼه په بازار کې به ليويز ځواک په ځای کولی شي او د وسلې په ښکاره ګرځولو بندېز او د ګاډو تورې شيشې به نه وي، دا لومړي ګامونه به اخيستلی شي.
او نن د اتوار، يکشنبې په ورځ د سيمې نه داسې رپوټونه راغلي چې په واڼه کې د ګاډو تورې شيشې سپينولی شي، او د ليويز سرتيري په بازار کې په ګزمو لیدل شوي او په وسله سمبال د امن کمېټۍ هلې ځلې کمې شوي دي.
سهېل ويلي دغه لړۍ به د جنوبي وزيرستان ټولو برخو ته مرحله واره غځولی شي.
امن کميټي او د واڼه د امنيت چارې
د واڼه د امنيت چارې په کال ۲۰۰۶م کې د حکومت او پوځ سره د يو تړون لاندې امن کمېټۍ ته سپارل شوې وې.
امن کميټي د مولوي نزير په مشرۍ د پاکستان د حکومت پلوه طالبانو ډله ده، په دې ډله د امريکا ترڅنګ افغانستان اندېښنې څرګندې کړي چې د وزيرستان څخه په افغانستان کې ناامني جوړوي.
د يادې ډلې مشر مولوي نزير په کال ۲۰۱۳م کې په ډرون بريد کې وژل شوی ؤ.
د ځايي انتظاميې واک
د امن کمېټۍ څخه د واڼه د امنيت چارې وروستو له هغې ځايي انتظاميې په خپل واک کې واخيستې چې د تېرې روژې په مياشت کې د پارليمان غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په مخکښ مشر علي وزير باندې سره د ملګرو وسله وال بريد شوی ؤ.
پي ټي اېم په دغه بريد حکومت پلوه طالبان تورن کړي او ويلي يې ؤ چې دا وسله وال د پوځ د سيوري لاندې ساتل کيږي، خو پوځ دغه طالبانو د امن کمېټۍ په نوم ياد کړي او زياته يې کړې يې وه چې دوی په سيمه کې د امنيت پرځای کېدو کې رول لوبولی دی.
د امن کمېټۍ پرضد بيا په سيمه کې احتجاجي مظاهرې شوي او علي وزير په خپل انتخابي کمپاين کې د امن کمېټۍ نه ځايي انتظاميې ته د واڼه د امنیت د واک سپارلو غوښتنه کوله.
په تازه پرمختګ خپل غبرګون کې علي وزير وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل هغه دا ګام ستايي او د انتظاميې سره بله لاره نه ده پاتې ځکه چې د سيمې خلکو نور دغه وسله وال رد کړي دي.
هغه وويل د واڼه خلک د هېواد د نورو خلکو په څېر ازاد ژوند کول غواړي ځکه په دوی کې نور په دغه لاقانونيت کې د ژوند کول زغم نه ؤ پاتې شوی.