لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسخت ولسي غبرګون وروسته حکومت دګیس دبیعو لوړؤلو پرېکړه وځنډوله


دسخت ولسي اؤ سیاسي غبرګون وروسته دپاکستان حکومت د ګیس بیعو کې د زیاتوالي پرېکړه یوځل بیا ځنډولې اؤ ویلي یې دي د ټولو اړوند اړخونو سره له مشورې وروسته به په دې هکله غوڅه پرېکړه وزیراعظم عمران خان کوي.

دپاکستان دخزانې د وزیر اسد عمر په مشرۍ د ګل په ورځ د اقتصادي رابطه کمیټۍ غونډه کې دګیس په بیعو کې د شوې ۴۶ فیصدي اضافې په عملي کولو اؤ نورو مهمو چارو غور شوی خو سرچینې وایي کمیټې پریکړه وکړه چې دګیس دبیعو په لوړ والي به دپرېکړې واک د وزیراعظم عمران خان لاس کې ورکولی شي.

تیره اوونۍ دګیس ادارې وزیراعظم عمران خان ته د ګیس بیعه کې د۱۸۰ فیصده اضافې وړاندیز کړی ؤ خو وزیراعظم په دغه بیعه کې د ۴۶فیصده اضافې منظوري ورکړې وه چې په دې اپوزیشن ګوندونو اؤ عامو خلکو سخت غبرګون ښودلی ؤ اؤ دعمران خان په حکومت یې نیوکې کړې وې چې دخپلو ژمنو برعکس په ولس نور ګراني هم تپي.

په پاکستان کې د ګېس محکمه خسارې سره مخ ده اؤ دغه اداره وایي چې د سويي نادرن ګېس پایپلاین واجب الحصول رقم ۱۶۵ اربه روپۍ دي، خو واجب الادا رقم یې ۱۷۱ اربه روپۍ پاتی دی،

همدارنګه د سویي سدرن ګېس کمپنۍ واجب الحصول رقم ۲۰۳ اربه ۵۶ کروړه روپۍ دي، خو واجب الادا رقم یې ۱۴۸ اربه ۷۸ کروړه پاتې دی.

داقتصادی رابطه کمیټې له غونډې وروسته دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري خبریالانو ته ویلي چې هیواد کې د ګیس څانګه تباه شوې ده، په زیاته کچه ګیس غلا کولی شي خو ددې باوجود هم حکومت لا د ګیس بیعې په سمدستي ډول نه خیژوي اؤ دې دپاره به یو نظام غوره کوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG