لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د مالي مرستو ترلاسه کولو د اوازو سره د سعودي عرب په سفر دی


د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سعودي عرب دوه ورځنی سفر په داسې حال کې کړی چې په نړیوالو او ځايي مطبوعاتو داسې اوازې دي چې نوموړی خان د سعودي عرب نه مالي مرستو غوښتو له تللی تر څو خپلې اقتصادي ستونزې راکمې کړي.

عمران خان پرون د نهې، سه شنبې په ورځ د پلاوي سره مدينې ته رسېدلی دی. د پاکستان د دولتي ميډيا ترمخه نوموړي عمره ادا کړې، د پېغمر (ص) روزې او مسجد نبوي ته ورغلی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په وېنا عمران خان د باچا سلمان په بلنه سعودي عرب ته سفر کړی او دا د نوموړي د وزيراعظم جوړېدو وروستو د بل کوم هېواد لومړی سفر دی.

عمران خان په داسې حال کې د سعودي عرب سفر کړی چې پرون د خزانې وزير اسد عمر پارليمان ته د ضمني بجټ تجويزونه وړاندې کړي او ويلي يې دي د دغه کار هدف يې د پاکستان مرګونی اقتصاد په سمدستي ډول راژوندی کول دي.

رويټرز خبري ادارې ويلي، عمران خان د سعودي عرب سفر په داسې حال کې کړی چې ورسره دا اوازې تړلي دي نوموړی نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) ته د تلو په ځای په لټه کې دی چې د خپل اتحادي نه اقتصادي مرستې ترلاسه کړي.

رويټرز ويلي، په کال ۲۰۱۴م کې هم د ايي اېم اېف نه د قرضې اخيستو شپږ میاشتې وروسته سعودي عرب ـ پاکستان ته ۱.۵ اربه ډالره ورکړي، کوم چې د هغه وخت د مسلم ليګ ن حکومت د خپلې روپۍ د پياوړتيا دپاره کارولې وې.

وال سټريټ جنرال په خپل رپوټ کې ليکلي، د اسد عمر په پارليمان کې د بجټ وړانديزونو سمدست وروسته عمران خان د سعودي عرب سفر کړی، ښاغلي عمر ويلي د سعودي عرب سره به د " سوداګرۍ او پانګونو د فرصتونو" برابرولو په سر خبرې وکړي.

خو نوموړي د هغو اوازو په اړوند څه نه دي ويلي چې سعودي عرب به يې اقتصادي مرسته کوي.

ډان هم په خپل رپوټ کې د دغو اوازو يادګېرنه کړې ده.

په رياض کې د سعودی عرب سفارتخانې ویلي، وزیراعظم عمران خان به نن د سعودي عرب باچا سلمان او ولي عهد محمد بن سلمان سره وويني.

بيان کې ويل شوي ښاغلی خان به د سعودي چارواکو سره د دوه اړخيزه اړيکو په ارزښت، سیمې او نړيوالو مسلو باندې خبرې وکړي.

وزیراعظم سره د سعودي عرب په سفر کې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي، د خزانې وزير اسد عمر، د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري او اقتصادي مشاور عبدالرزاق داؤد ملګري دي.

ويل شوي وزيراعظم عمران خان به نن ماښام متحده عرب اماراتو ته سفر وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG