لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محرم: افغانستان سره د کرمې لار تړل شوې، موبايل سروس بند


د محرم په مهال د امنیت په موخه د افغانستان سره د کرمې ضلعې پوله د يوې اوونۍ دپاره د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې او نن په اتم محرم په کراچۍ کې د جلوسونو په لارو موبايل سروس بند کړی شوی.

د خېبرپښتونخوا حکومت د پېښور په ګډون ډېره اسماعيل خان، ټانک، کوهاټ، هنګو او قبايلي ضلعې کرمه او اورکزۍ ډېرې حساسه ګرځولي، او ورسره لکي مروت، بنو او هزاره ډويژن هم حساسه ګرځولي دي.

صوبايي حکومت ويلي چې په ډېرو حساسه ګرځول شوؤ ضلعو کې به په نهم او لسم محرم موبايل سروس بندولی شي، او له دې نه علاوه به په نورو هغو سيمو کې هم موبايل سروس بندول کيږي چرته چې د محرم جلوسونه ويستلی شي.

په خېبرپښتونخوا کې د پوليس سره د فرنټير کانسټبلري (اېف سي) او پوځ هم د محرم د امنيت دپاره په ځای کړی شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د پوليس مشر (ايي جي پي) صلاح الدين محسود وايي، د حساسه ضلعو سره نورو ته اهميت ورکوي چې چرته د امنيت په موخه نيمګړتياوې پاتې نه شي.

نوموړي په خلکو غږ کړی چې د امنيت په ټينګښت کې د پوليس سره هر ډول ملاتړ وکړي.

نن په اتم محرم په کراچۍ کې د جلوسونو ویستو په مهال د جلوسونو په لارو د موبايل سروس بند کړی شوی او د سندهـ صوبې حکومت ویلي په نهم او لسم محرم به په کراچۍ کې د سهار نه تر شپې ناوختې پورې موبايل سروس بند وي.

د رپوټونو ترمخه په لاهور کې هم په نهم او لسم محرم د موبايل سروس بندولو ويل شوي دي.

د پاکستان په ټولو غټو او وړو ښارونو کې چرته چې جلوسونه ويستل کيږي په هغو لارو بازارونه تړل شوي او لارې د هر ډول تګ راتګ دپاره بندې کړی شوې وي.

پاکستان کې د تېرو څو کلونو راهسې د محرم په مهال د موبايل سروس بندول کيږي.

دا په داسې حال کې چې د پاکستان دولتي او امنيتي چارواکي ادعا کوي په ملک کې د ترهګرۍ ملا ماته کړی شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG