دپاکستان اسلام اباد هائیکورټ د هیواد د پخواني وزیراعظم نوازشریف ، دهغه د لور مریم نواز اؤ زوم کیپټن صفدر دبند سزاګانې ځنډولي اؤ د هغوئ دریوو واړو د خوشې کولو امر یې کړی دی.
هیواد نه د باندې د ناجائزه شتمنیو لرلو په تور دپاکستان احتساب محکمې په شپږمه جولایي نوازشریف ته دلسو، دهغه لور ته د اوو، اؤ زوم کیپټن صفدر ته د دوؤ کالو د بند سزاګانې اورولې وې اؤ دغه دریواړه شخصیات اوس دپېنډۍ په اډیاله زندان کې پراته دي.
د احتساب عدالت لخوا نوازشریف ،دهغه لور اؤ زوم ته د نیب لخوا د اورؤل شوؤ سزا ګانو په ضد عریضې شوې وې چې دهغې اوریدنه د اسلام اباد هائیکورټ دوؤ قاضیانو اطهر من الله اؤ قاضي میا ګل حسن اورنګزیب کړې ده.
له اوریدنې وروسته د چهارشنبې په ورځ د اسلام اباد هائیکورټ قاضي اطهرمن الله خپله خوندي کړې پریکړه په لنډ ډول اورولې اؤ امر یې کړی چې نوازشریف،مریم نواز اؤ کیپټن صفدر دې د پینځوؤ، پینځوؤ لکو روپو په ضمانت پرېښودل شي.
دنوازشریف ګوند مسلم لیګ نواز د محکمې دغه پریکړه د حق بریا ګڼلې ده اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې په نورو مقدمو کې به هم نوازشریف بېګناه ثابتیږي .
د مسلم لیګ نواز ډلې مشر احسن اقبال ویلي چې د نیب فیصله په انتقام ولاړه وه اؤ هغوي ددې دپاره زندان ته اچول شوي وؤ چې عمران خان ته د وزیراعظم جوړیدو دپاره لاره هواره شي.
دمسلم لیګ یو بل مشر خواجه اصف خبریالانو ته ویلي نن د حق د ګټې ورځ ده په نورو مقدمو کې به هم دوئ بریالي کیږي
خو د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف سینیټر فیصل جاوید بیا وایي چې د نوازشریف په خوشې کیدلو د مسلم لیګ نواز ډلې خوشحالۍ عریضي دي ځکه چې هغه، مریم نواز اؤ کیپټن صفدر مجرمان دي اؤ یو وارې بیا به زندان ته ځي.
خبریالانو سره خبرو کې سینیټر جاوید وویل د نوازشریف ،دهغه د لور اؤ زوم سزاګانې یوازې ځنډول شوي دي د کیس اوریدنه خو به دوامداره وي اؤ نوازشریف یا کورنۍ سره یې د ځان بېګناه ثابتولو دپاره هیڅ په لاس کې نشته
په ډاګه دې وي چې نوازشریف ،مریم نواز اؤ کیپټن صفدر د خپلو سزاګانو په ضد محکمې ته کومې عریضې یا اپیلونه کړي دهغې اوریدنه به لا محکمه کې روانه وي خو تر څو چې په دغو اپیلونو غوڅه پریکړه نه وي شوي تر هغې به د نوازشریف ، مریم اؤ صفدر سزاګانې ځنډيدلې وي.