افغانانو او بنګاليانو ته د پاکستان د تابعيت (شهريت) ورکولو د وزيراعظم عمران خان د بيان پښتنو ملت پالو ملاتړ کړی او بلوڅ او سندهي ملت پالو يې سخت مخالفت کړی دی.
عمران خان د تېر اتوار، يکشنبې په ورځ په کراچۍ کې يوې دستورې ته په وېنا کې ويلي ؤ هغه افغانان او بنګاليان چې بچي يې په پاکستان کې زېږېدلي هغو ته به د پاکستان شناختي کارډ يا پېژندپاڼه او پاسپورټ ورکوي.
نوموړي دغه خبره د نهې، سه شنبې په ورځ په پارلمیان کې تکرار کړې او ويلي يې ؤ، "د پاکستان قانون چې په ۱۹۵۱ کې جوړ شوی دی هغه وايي چې کوم بچي دلته زېږېدلي دي په پاکستان کې، د پاکستان تابعيت د هغو حق دی".
د پاکستان تحريک انصاف د حکومت اتحادي ګوند بلوچستان نيشنل پارټۍ مشر اختر مېنګل په پارليمان کې دغه خبره راپورته کړې وه چې عمران خان ورسره ژمنه کړې وه چې افغانان به د پاکستانه اوباسي.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان خان کاکړ وايي عمران خان اصولي خبره کړې ده، دا خبره پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نيشنل پارټۍ، جمعیت علما، قومي وطن پارټۍ او جماعت اسلامي دوه کاله وړاندې د سېفران د کمېټۍ په ناسته کې په دې اتفاق کړی ؤ چې دې خلکو ته دې شهريت ورکړی شي.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "په دغه ناسته کې حاصل خان بزنجو موجود ؤ، خو نوموړي وويل بلوڅ انتهايي پښتون دښمنه سوچ لري او هر وخت د پښتون افغان په اړوند د تاوان خبره کوي هغه که هر بلوڅ مشر وي د تعصبه کار اخلي حالانکې پښتنو د دوی سره کله تعصب نه دی کړی".
هغه وويل عمران خان زياتره د خپلې خبرې په شا کيږي خو بايد دا خبره سرته ورسوي او زياته یې کړه پکار ده چې د پنجاب ګوندونه مسلم لیګ ن او پيپلزپارټي هم په دې خبره غلې پاتې نه شي.
عوامي نيشنل ګوند په ښکاره د حکومت د دغه بيان ملاتړ کړی چې پاکستان کې زېږېدلو افغانانو او بنګاليانو ته تابعيت ورکوي.
د باچاخان مرکز نه په جاري شوي بيان کې ويل شوي وو "دا ډېره مهمه ده چې د بې وطنه خلکو سره تعصب ختم شي او په نړۍ کې د پاکستان مخ سم ښکاره شي".
د ياد ګوند د اطلاعاتو مرکزي ویاند زاهد خان ويلي ؤ، عوامي نيشنل ګوند د حکومت نه دا غوښتنه هم کوي چې په پاکستان کې د مېشت بې کوره افغانانو د ځورولو لړۍ ودرول شي.
خو د بلوڅ ملت پاله ګوند نېشنل پارټۍ مشر حاصل بزنجو د عمران خان دې اعلان ته غېر زمه واره بيان ويلي دي.
هغه ويلي ټول کډوال دې خپل هېواد ته بيرته ستانه کړی شي او اسلام اباد د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په ملاتړ د کابل سره تړون کړی چې ټول کډوال به بيرته لېږلی شي.
هغه ويلي په پارليمان کې دننه او بهر به د داسې هر ډول فېصلې سخت مخالفت کوي.
د سندهي ملت پاله ګوند قومي عوامي تحريک مشر اياز لطيف پليجو ويلي، "افغانان، بنګاليان، برميان او بهاريان نه شو زغملی، پېښور، سېوڼ، لاهور او کوټه په څېر ترهګرۍ کې ککړ بهرنیان مه ابادوئ".
پارلیمان ته په وېنا کې عمران خان ویلي، هغه لا فېصله نه دې کړې او د ټولو سياسي ګوندونو يې په دغه اړوند تجويزونه غوښتي دي.