لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سترې محکمې د بې درکه کسانو د قضيو دپاره د جوړ کمېشن څارنې له بنچ جوړ کړی


د پاکستان سترې محکمې د دوه قاضيانو يوه بنچ جوړ کړی کوم چې به په زوره د بې درکه کړی شوؤ کسانو په اړوند د جوړ کمېشن د عملیاتو يا پلټنو څارنه کوي.

پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او وايس فار بلوڅ مسنګ پرسنز سازمانونه او بلوڅ ملت پاله ګوندونه د زرګونو په شمېره کې په زوره د بې درکه کړی شوؤ کسانو ادعاوې کوي.

د سترې محکمې د مشر قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ د درې کسيزه قاضيانو ډلې نن د شوور، چهارشنبې په ورځ د بنچ جوړلو فېصله کړې ده..

مشر قاضي د ازخود نوټس په يوه اورېدنه کې پوښتنه کړې چې د عدالتي حکمونو باوجود ولې امنيتي ادارې د بې درکه کسانو عدالتونو ته په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.

نوموړي ويلي په دې اړوند د لوړې کچې يوه غونډه شوې چې پکې پوځي او استخباراتي چارواکو ګډون کړی ؤ دا فېصله شوې وه چې د پلټنو کمېشن کې به د استخباراتي ادارو استازي، د بريګيډيئر يا د دې نه لوړ پوړي چارواکي شامل وي.

ياده غونډه د عدالتي اصلاحاتو په اړوند د اګست په لومړو کې شوې وه.

مشر قاضي ويلي د بې درکه کسانو په موندلو کې د کمېشن لخوا مهم پرمختګ شوی دی، دا ټولې قضيې دې کمېشن ته وسپارلی شي او زياته کړې يې ده په دې اړوند به د اعلی کچې يوه بله غونډه هم راوبلل شي.

د بې درکه کسانو يوې استازې امنه مسعود جنجوعه په خواست عدالت د بې درکه شوؤ کسانو د قضيو د څار او اورونو دپاره د دوه قاضيانو بنچ جوړولو امر کړی دی.

په ياد بنچ کې جسټس منظور احمد ملک او جسټس طارق مسعود شامل دي.

امنه مسعود جنجوعه د سترې محکمې د ننۍ فېصلې په اړوند وويل دا ښه فېصله ده او دوی تمه لري چې په داسې کولو سره به د بې درکه کسانو د قضيو فېصلې په تندۍ سره حل کېدل پېل شي.

هغې وويل اته کاله وشو چې دا کمېشن جوړ دی خو تراوسه يې څه نه دي کړي، دا بنچ جوړېدل ښه وشو او وايي د بنچ سره به زر زر فېصلې وشي.

وايس فار بلوڅ مسنګ پرسنز او د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي په زرګونو خلک په زوره بې درکه کړی شوي دي او د کسانو د بې درکۍ تورونه د پاکستان په امنيتي استخباراتي ادارو لګوي.

او په وروستيو کې د بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل مشر اختر مېنګل پارليمان ته په وېنا کې ويلي ؤ چې يواځې د دوی د ګوند د ۴۰۰۰ نه زيات خلک بې درکه دي.

د بلوڅ مسنګ پرسنز مشر ماما قدير دا شمېره نوره ډېره سېوا ښايي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا هم ادعا کيږي چې په زرګونو پېښتانه په زوره بې درکه کړی شوي دي.

خو د بې درکه کسانو دپاره په کال ۲۰۱۱م کې جوړ کمېشن وايي دوی ته د پېل څخه ۵۲۹۰ مقدمې راغلي چې پکې د ۲۶۳۶ پته لګول شوې ده.

د کمېشن ترمخه په دغو کې ۴۴۶ مقدمې داسې وې چې د بې درکۍ مقدمې يې نه جوړېدې او ۳۸۲ په تکنيکي بنیادونو ختمې کړی شوي او دا وخت ورسره ۱۸۲۸ مقدمې پرتې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG