لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې ژورنالسټان د رياستي ادارو د ګواښونو سره مخ دي، راپور


پاکستان کې د ژورنالسټانو یو سازمان (پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس، پي اېف يو جی) په يوه ناسته کې ژورنالسټانو ويلي، "دوی د رياستي ادارو د ګواښونو سره مخ دي کومې چې د رسنيو ازادي غلې کول غواړي".

د پي اېف يو جي د سيوري لاندې په اېبټ اباد کې جوړې شوې غونډه کې د رياستي ادارو لخوا غېر اعلاني سنسرشپ، د ژورنالسټانو پرضد د غدارۍ د مقدمو جوړولو، د خبري ادارو نه د خبريالانو ويستلو او هغوی ته د تنخواګانو نه ورکولو پرضد په نهم اکتوبر په ګرد هېواد کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی.

د ژورنالسټانو سازمان دا غونډه په داسې حال کې راجوړه کړې او د احتجاجي مظاهرو اعلان يې کړی چې د ډان ورځپاڼې يو ژورنالسټ سرل الميډا د غدارۍ په مقدمه کې عدالت غوښتی دی.

د ډان د راپور ترمخه د پي اېف يو جی د مرکزي شورا په ناسته کې د ګرد هېواد نه ژورنالسټانو ګډون کړی تر څو نه يواځې ژورنالسټانو او مطبوعاتي ادارو کې کارکوونکو د اقتصادي حقونو بلکې د ائين لاندې د رسنیو د ازادۍ ساتنې په اړوند مشورې وکړي.

ژورنالسټانو ويلي، "ریاستي ادارې رسنۍ د اشتهارونو د بندېز د لارې قابو کوي او هغه ټيلي ويژن چېنلې بندوي کومې چې د دوی په لار نه ځي".

په ناسته کې ويل شوي، "ریاستي عناصر د خپلو خلکو او ادارو په لاس ژورنالسټان ځوروي او د هغوی پرضد د غدارۍ مقدمې جوړوي".

لاهور هايکورټ په ۲۴م ستمبر د غدارۍ يا بغاوت په مقدمه کې د پخواني وزيراعظم نوازشريف سره د (ډان ورځپاڼې) ژورنالسټ سرل الميډا د نيولو (ناقابل ضمانت وارنټ جاري کولو) او نوم يې په اي سي اېل کې اچولو حکم کړی او عدالت ته د حاضرېدو امر يې کړی ؤ.

د ملګرو ملتونو د تعليم، سائنس او کلتور ادارې (يونيسکو) تېره مياشت ويلي چې د کال ۲۰۱۲م نه تر کال ۲۰۱۶م پورې په پاکستان کې ۳۰ ژورنالسټان وژل شوي دي، او په ژورنالسټانو د تشدد او وژنو په لړۍ کې پاکستان په پينځم نمبر دی.

پاکستان کې ژورنالسټان او د رسنیو د ازادۍ دپاره کار کوونکې ‌‌ډلې وايي د تېرې يوې مودې نه د سانسور (سنسرشپ) سره مخ د پاکستاني رسنيو (ميډيا) ستونزې په وروستيو کې نورې سېوا شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG