لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عثمان کاکړ وايي، په نوم يې جعلي اکاؤنټ جوړ دی


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ ويلي، د هغه په نوم يو جعلي اکاؤنټ فعاله دی، هغه يې پرضد شکايت کړی خو د اکاؤنټ جوړؤنکي تن خلاف کوم اقدام نه دی شوی.

د سيمه ييزه مسلو دپاره د سېنېټ د قايمه کمېټۍ مشر عثمان کاکړ ويلي، هغه د دغې اکاؤنټ پرضد مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) ته خواست کړی خو د اکاؤنټ جوړؤنکي پرضد تراوسه پورې کوم ګام نه دی پورته کړی شوی.

اېف ايي ای ويلي د دغه اکاؤنټ څخه د ۳۵ اربه روپو د لېږلو رالېږلو مالومات ترلاسه شوي دي.

د پاکستان سترې محکمې تېره میاشت د جعلي اکاؤنټونو د لارې د اربونو په غېر قانوني لاره بهر هېوادونو ته لېږلو د پلټنو دپاره يوه ګډه کمېټي جوړه کړې وه.

دغه کمېټي د پاکستان په پخواني صدر اصف علي زرداري او د هغه په خور فريال تالپور د تورنو اکاؤنټونو د پلټنو دپاره جوړه کړی شوې وه.

پاکستان کې په وروستیو کې ځینې داسې اکاؤنټونه هم مالوم شوي چې د اربونو پورې روپۍ پکې پرتې وي خو چې د چا په نوم جوړ وي هغه تن ترې خبر نه وي.

نوموړي کاکړ د کمېټۍ په ناسته کې د اېف ايي ای د چارواکو نه پوښتنه کړې چې د ورځې د سائيبر کرائم په سلګونو پېښې رپوټ کيږي خو پرضد يې ګام نه اخيستل کيږي.

د ډان ورځپاڼې ترمخه په ناسته کې د انساني قاچاق په اړوند هم خبره شوې خو ويل شوي دغه کار يا خو په ځمکنيو يا د سمندر په لارو ترسره کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG