لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۲۰اکتوبر نه وروسته پاکستان کې کوم موبائیل فونونه غیرفعاله کیږي؟


په پاکستان کې دموبائیل یا ګرځنده فونونو دتصدیق عمل پیل شوی اؤ ددغه هیواد د مخابراتي اړیکو ادارې(پاکستان ټيلي کمیوني کیشن اتهارټي) په ډاګه کړې چې د۲۰م اکتوبر څخه وروسته به هیواد کې د ناتصدیقه فونونو دپلورلو اؤ اخستلو مخه په بشپړ ډول ونیول شي.

دموبائیل فونونو دتصدیق دوهم پړاؤ په ۲۰ اکتوبر پائ ته رسیږي اؤ په پاکستان کې دموبائیل فون کارونکو سره اندېښنې ملګرې شوي دي چې ددغه نېټې په سرته رسیدو به دهغوئ ګرانه بیعه موبائیلونه کار پریږدي خو پي ټي ای سپیناوی کړی چې داسې به نه کیږي.

دمخابراتي اړیکو ادارې دسپیناوي پخپل بیان کې ویلي چې ۲۰م اکتوبر پورې هغه ټول موبائیل فونونه چې دپاکستان په نیټ ورکونو فعاله دي که دهغې ائي ایم اي ایي نمبرې د پي‌ ټی ای څخه منظور شوې هم نه وي،فعاله به پاتې شي.

اداره وایي چې دغسې موبائيل فونونه به دهغه سیم کارډ دڅښتن په کمپیوټري شناختي کارډ پسې اړولی شي چې سیم په کوم فون کې کاروي.

دموبائیل فون د تصدیق دنظام له مخې به د دوهم پړاؤ نه وروسته په غیر قانوني توګه پاکستان د راوړل شوؤ موبائیل فونونو پلورل اؤ اخستل ممکن پاتې نه شي اؤ نه به هم ددغو موبائیلونو دپاره ایي ایم اي ایي نمبر راجسټر کیدلی شي.

پي‌ ټی ای ویلي د موبائیل فونونو د تصدیق دپاره د ایي ایم اي ایي نمبر ۸۴۸۴ ته د پیغام له لارې لیږل کیدلی شي چې له دغه پیغام وروسته پي‌ ټي ای موبائیل لرونکي ته څلور ډوله ځوابونه ورکوي.

په دغو ځوابونو کې یا خو پخلی وشي چې ستاسو موبائیل دپي ټي ای په مظورۍ دقانوني لارې راوړل شوی دی؟

یا هم پیغام راشي چې (ویلډ ډیوائسز) یعني ستاسو فون د نړیوال تنظیم جي ایس ایم ای څخه منظور شوی خو دا د پي‌ ټي ای سره رجسټرډ نه دی.داسې ټول فونونه به هم د ۲۰م اکتوبر نه وړاندې دسیم دڅښتن په شناختي کارډ پسې خېژولی شي.

دفون دتصدیق دپاره دریم جواب د( نان کپلائن ډيوائسز )ترلاسه کیږي ،دا دهغه فونونو دپاره وي چې نه د جي ایس ایم ای سره رجسټرډ‌ وي اؤ نه هم د پي ټي ای نه منظور شوي وي. خو دغه موبائیل فونونه به هم د سیم دمالک شناختي کارډ‌ پسې اړول کیږي.

د پي‌ ټي ای څلورم پیغام کې لیکل شوي وي (بلاک ډیوائس) دا هغه فونونو دپاره وي چې یا خو ورک شوي اؤ یا غلا کړل شوي وي ،دغسې فونونه د تصدیق ړومبي پړاؤ کې غیرفعاله کړل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG