لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار: د پراخو امنیتي تدابیرو لاندې د ولسي جرګې تاکنې روانې دي


دافغانستان سویلي کندهار ولایت له ۱۷ څخه په ۱۵ ولسوالیو کې نن د خالي، شنبې په ورځ د ولسي جرګې د ټاکنو بهیر روان دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل چې د کندهار په ټولټاکنو کې د خلکو د ګډون لپاره ۱۷۳ مرکزونه او ۱۱۱۳ محلونه پرانیستل شوي دي.

سادات زیاته کړه "د کندهار په ۱۵ ولسوالیو کې چې خلکو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې وه نن د رایې ورکولو پروسه پېل شوې، د رایې ورکولو مرکزونه په خپل وخت پرانیستل شوي او د کندهار ولسونه به نن پریکړه کوي چې خپل استازي ولسي جرګې ته انتخاب کړي".

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني ډیوې ته ویلي د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ټاکنو د امنیت دخوندیتوب لپاره پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي، او د بیلابیلو امنیتي ادارو شاوخوا ۶۰۰۰ زره افغان امنیتي سرتیري د ټاکنو د امنیت په ساتلو بوخت دي.

دسپین بولدک ولسوالۍ قومي مشر حاجي ولي محمد وايي، په دې ولسوالۍ کې د توقع خلاف په پراخه کچه دولسي جرګې په ټاکنو کې دګډون په هدف د رایې ورکولو مرکزونو ته راوتلي او د رایې ورکولو پروسه په ډاډمنه امنیتي فضا کې له درغلیو پرته په شکل روانه ده.

د معروف ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالله علیزي ویلي د کندهار په مرکز او ولسوالیو کې په ټاکنو کې نارینو او مېرمنو ګډون زیات دی خو په وینا یې په پنجوايي ولسوالۍ کې د زور واکانو او د کمسیون لخوا تیېره شپه درغلی شوې ده.

هغه وویل "هغه معلومات چې مونږ ته رارسیدلي د پنجوايي ولسوالۍ د سالیان او د غره په کلي کې او په ځینو نورو سیمو کې درایې ورکولو صندقونه د زور واکانو لخوا تیره شپه ډک شوي دي او غوښتنه مو دا ده چې په کندهار کې په عادلانه توګه انتخابات ترسره شي د زور واکانو د لاس وهنې مخه ونیول شي او ټاکنو کمیسیون خپله دنده په ښه شکل ترسره کړي".

په کندهار ولایت کې د ولسي جرګې لپاره نوماندانو شمیر ۱۱۲ تنه دي خو له دې څخه به یوازې ۱۱ تنه ولسي جرګې ته لار پیدا کوي.

ټاکل شوې وه چې په کندهار ولایت کې هم د افغانستان له غزني ولایت پرته د نورو ولایتونو په څېر تیره اونۍ د ولسي جرګې ټولټاکنې یوځای ترسره شوې وايي خو له ټاکنو دوه ورځې وړاندې د اکتوبر په ۱۸په کندهار کې پرامنیتي چارواکو ترخونړۍ برید وروسته په دې ولایت کې د یوې اونۍ لپاره وځنډیدل او نن دغه انتخبات پیل شول.

د کندهار په برید کې هغه مهال د جنرال عبدالرازق په ګډون یو شمېر افغان چارواکي ووژل شول او د هغه ولایت د والي زلمي ویسا په ګدون یوشمېر نور ټپیان شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG