لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اسرايل سره تعلقات نه جوړؤ، عارف علوي


د پاکستان صدر عارف علوي وايي "د اسرايل په اړوند زمونږ په حکومت کې څه خبره نه ده شوې او نه د اسرايل سره تعلقات جوړؤ".

په پاکستان کې د خالي، يکشنبې د ورځې راهسې دې هېواد ته د اسرايل د الوتکې په خبر تود بحث روان دی.

عارف علوي نن د اتوار، يکشنبې په سهار ترکي ته د سفر کولو په مهال په هوايي ډګر ميډيا سره خبرې کړي دي.

د اسرايلي الوتکې د پاکستان راتګ په اړوند هغه وويل دغه خبر چې چا ورکړی هغه په خپله هم په خپل خبر مطمئن نه دی.

د اسرايل يو ژورنالسټ ايوي شيراف په ۲۵م اکتوبر په ټويټر ويلي، د اسرايل يوې الوتکې د تل ابيب نه اسلام اباد ته سفر کړی او ياده الوتکه د لسو ساعتو تېرولو ورسته بيرته تل ابيب ته ستنه شوې ده.

د اسرايل ژورنالسټ ويلي دغه الوتکه پينځه دقيقې په عمان کې ناسته وه او بيا يې سفر کړی دی.

د پاکستان د هوا بازۍ سرکاري ادارې سول ايوي اېشن اتهارټۍ په خپل یو بیان کې د اسرايلي الوتکې پاکستان ته د سفر ګنګوسي رد کړي او دغه خبر يې افوا(غلط خبر) ګرځولې دی.

پرون د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزير احسن اقبال هم د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري سره په ټویټر دغه خبرې اړولي دي.

احسن اقبال اول ويلي حکومت دې په سمدستي ډول رښتيا په ډاګه کړي چې څه شوي دي؟

او په ځواب کې يې بيا چوهدري ويلي عمران خان، نوازشريف نه دی دوی د مودي جي او اسرايل سره پټې خبرې نه کوي پاکستان په خوندي لاسونو کې دی.

احسن اقبال بيا ويلي د اطلاعاتو د وزير نه تش وضاحت غوښتی شوی او هغه پرې سره لمبه شوی د دې نه دا اندازه کيږي چې څه خو ضرور شته.

په پاکستان کې اوس هم د اسرايل د الوتکې په سر خبرې روانې دي.

صدر عارف علوي د سعودي عرب د ژورنالسټ د وژنې په اړه وويل د پاکستان په دغه لړ کې هيڅ رول نشته پاکستان د سعودي عرب سره اړيکې په خيل ځای ساتل غواړي خو دغه قضيه دې منطقي انجام ته ورسي.

په وروستيو کې سعودي عرب پاکستان ته د درې اربه ډالرو د قرض سره په قرضو د تېلو ورکولو ويلي دي.

XS
SM
MD
LG