لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ثاقب نثار:داسیه بي بي دوسیه کې چې دمذهب دسپکاوي څه نه و نو سزا څنګه ورکړل شي؟


دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار ویلي داسیه بي بي دقضیې پرېکړه کوونکي قاضیان پخپله د رسول ستر عاشقان دي خو د اسیه بي بي په دوسیه کې چې دمذهب دسپکاوي څه نه وؤ نو سزا څنګه ورکړل شي؟

پاکستان کې یوې تندروه مذهبي ډلې دسترې محکمې دمشر قاضي په ګډون د درېوؤ هاغو قاضیانو د وژلو فتوه ورکړې ده چې دچهارشنبې په ورځ یې دمذهب د سپکاوي تور کې دمرګ په سزا دمحکوم شوې عیسوي میرمنې اسیه بي بي د پرېښودلو امر کړی ؤ.

نن د اسلام اباد دپولیسو دنوي مشر ټاکلو د دوسیې اوریدنې په مهال دسترې محکمې مشر قاضي د اسیه بي بي دخوشې کولو دپرېکړې په اړوند هم خبرې وکړې اؤ وئ ویل “ریاست دې خپلو مسولیتونو ته وګوري،انصاف کول یوازې دمحکمو کار نه دی، د رسول سپکاوی هیچا دپاره د زغملو نه دی “

هغه وویل دمحکمې قاضیان د رسول مینه کې تر هیچا کم نه دي اؤ‌ په دغه مینه خپلو سرونو ورکولو ته هم تیار دي.

سترې محکمې داسیه بي بي په اړوند خپله اورؤل شوې پرونۍ پرېکړه کې ویلي وؤ چې پاکستان کې دمذهب دسپکاوي دتورونو په اساس دکال ۱۹۰ نه تر دې مهاله ۶۲کسان دقضایي چارو ترسره کیدو څخه دمخه پخپل سر وژل شوي دي.

محکمې خپله پرېکړه کې ویلي وؤ چې دائین اؤ قانون له مخې د ریاست ذمه واري ده چې داخبره باید باوري کړي چې هیواد کې دې د مذهب دسپکاوي کومه پېښه رامینځته نه شي اؤ که داسې کوم پېښه کیږي نو بیا یوازې ریاست واک لري چې قانون په لاره واچوي اؤ تورن شخص محکمې ته وړاندې کړي.

پرېکړه کې زیاته کړل شوې وه چې ” د مذهب سپکاوی یو ناوړه اؤ غیراخلاقي عمل دی،دسپکاوي هر وړوکی تور هم ښه وارزول ضروري دي، که زمونږ مذهب اسلام دمذهب سپکاوي کوونکي دپاره سخته سزا تجویز کوي نو اسلام دهغه تن دپاره هم دومره سخت دی چې په دروغه تور لکوي، ځکه نو دا دا ریاست ذمه واري ده چې دا خبره باوري کړي یو بېګناه بنده د دروغو په تور د پلټنو اؤ قضایي اوریدنو سره مخ نه شي”

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG