د اسيه بي بي د خوشي کولو د فېصلې وروسته د اسلام اباد په ګډون د ملک په ګڼو ښارونو کې د تحريک لبېک نومې ډلې احتجاجي مظاهرې نن په درېمه ورځ هم دوام لري.
د تحريک لبېک ډلې مشر خادم حسېن رضوي په ټويټر ویلي د حکومت سره يې مذاکرات په بشپړ ډول ناکامه شوي دي.
"د حکومت سره مذاکرات په بشپړ ډول ناکامه شوي، په خبرو کې د حکومت او د ايي اېس ايي جنرل فېض ګډون وکړو او دوي ته يې ګواښ وکړو چې نېغې ډزې به پرې وکړي. خو عاشقان رسول او اولس دې په ناموس رسالت د شهادت دپاره کفنونه په سر کړي، مونږ نه ټيټيږو. په ټول ملک کې به پهيه جام کاربنديز وي".
له دغې اعلان وړاندې د پنجاب صوبې د تحريک انصاف د حکومت د اطلاعاتو وزير فياض الحسن چوهان ځايي ميډيا ته ويلي ؤ دوی په خبرو کې کاميابېدو ته نزدې شوي دي او احتجاجونه به ختم شي.
د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري ویلي، "نن به په لاهور، پېنډۍ، اسلام اباد او ګوجرانواله کې د سهار اته بجو نه تر ماښام پورې موبايل سروس بند وي".
هغه ويلي "د ملک امنيتي وضع قابو ده، د رياست صبر دې کمزوري ونه ګڼل شي. د ائين او قانون په بشپړ ډول عملداري د اولس په ګټه ده او مونږ به دا فرض پوره کوو، وزيراعظم د حالاتو نه خبر ساتو، د چين د مهمې دورې د ناکامه کولو هڅې به کاميابېدو ته نه پرېږدو".
د تحريک لبېک د احتجاجونو له امله نن د جمعې په ورځ په پنجاب او بلوچستان صوبو کې د سکولونو د بندېز اعلانونه شوي دي. سندهـ حکومت په کراچۍ کې د سکولونو او تعليمي ادارو د بندولو اعلان کړی او د خېبرپښتونخوا چارواکو ويلي په صوبه کې به ټولې تعليمي ادارې خلاصې وي.
سترې محکمې د شورو په ورځ د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ د سزا سره د مخ عیسايي مېرمنې اسیه بي بي د پرېښودلو فېصله اورولې وه.
له دغې پرېکړې نه وروسته په پاکستان کې تندروه مذهبي ډلې تحریک لییک دسترې محکمې د درېو ججانو د وژلو او د پوځ د مشر جنرل قمر باجوه په ضد یې نورو جنرالانو نه د بغاوت غوښتنه هم کړې ده.
د حکومت مرکزي وزيرې شيرين مزاري په ټويټر ويلي،
"د احتجاج کوونکو لخوا د اسيه بي بي فېصلې ته د بيا کتو او د هغې نوم په اي سي اېل کې اچولو خواست شوی، خو د حکومت د دې سره کار نشته. د بيا کتنې يا نظرثانۍ خبره د خواست کوونکو او سپريم کورټ ترمنځ ده. د وزيراعظم دريځ واضحه دی".
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د تحريک لبېک د احتجاجونو، ججانو او پوځي مشر په اړه څرګندونو وروسته ویلي ؤ،
ریاست دې مجبور نه کړی شي چې د هغه خلکو خلاف سخت اقدامات وکړي چې د سپریم کورټ د اسیه بي بي فېصلې په ضد یې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې په احتجاجونو لاس پورې کړی دی.
عمران خان په ټېلې وژن قام ته په مختصر وینا کې ويلي ؤ چې یوې "وړې طبقي" چې د سپریم کورټ فېصلې ته کوم ډول ردعمل وکړو، د پوځ مشر او د ججانو خلاف یې چې کوم ډول الفاظ استعمال کړل دا د منلو وړ نه دي.