لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین ته دعمران خان سفر، بیجینګ به اسلام اباد ته څه ورکړي ؟


دپاکستان وزیراعظم عمران د چین پخپل سفر کې ددغه هیواد دصدر ژن پنګ سره لیدنه کړې اؤ دواړو خواؤ ویلي چې اسلام اباد اؤ بیجینګ به دخپلو اړیکو پراختیا دپاره نورې لارې چارې هم ولټوي.

عمران خان چین ته خپل دا سفر په داسې حال کې کړی چې پاکستان په دې وروستیو کې د ستختو اقتصادي کړکیچونو سره مخ شوی دی ا‌ؤ دعمران خان حکومت هیله لري چې ددغه کړکیچ نه د وتلو دپاره به دچین څخه پیسې ترلاسه کړي.

وزیراعظم عمران خان دخپلې ډلې په ملتیا نن دچین دصدر سره لیدنه کړې اؤ ورسره یې د دوه اړخیزو اړیکو په شمول د سیمې په وضعیت هم خبرې اترې کړي دي.

په دغه موقعه عمران خان ویلي چې هیواد یې غواړي چې دترقۍ دپاره دچین مثال خپلې مخې ته کښیږدي اؤ پرمخ ولاړ شي،هغه وویل چین چې څنګه دغربت اؤ غبن نه ځان خلاص کړی دی داسې هیڅ یو هیواد نه دي کړي اؤ پاکستان هم غواړي چې له دغې لارې ترقي وکړي.

په دغه مهال د چین صدر ښاغلي ژن پنګ ویلي د چین اؤ پاکستان د اړیکو ګټه ټولې سیمې ته رسیږي اؤ دواړه هیوادونه غواړي چې د اړیکو دلا پراختیا دپاره نورې لارې هم ولټوي.

په لیدنه کې دواړو لوریو د کرکیلې اؤ سرمایه کارۍ په اړوند دشریکې کاري ډلې په جوړؤلو اتفاق هم کړی دی.

سرچینې وایي د ډلو په کچه لیدنه کې دواړو هیوادونو پاکستان ته په ورکړل کیدونکو پورونو هم خبرې کړي .

سرچینې وایي چې کیدی شي چین پاکستان ته د سي پیک پروژو دپاره شپږ اربه ډالر ورکړي اؤ‌ په پور ورته د یو نیم ارب ډالرو ورکړل کیدو احتمال دی .

سرچینې زیاتوي چې دې لیدنه کې دپاک،چین اقتصادي لارې دجوړیدنې پروژه کې د نورو هیوادونو په ورګډؤلو هم اتفاق ښودل شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG