لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحريک لبېک سره لوظنامه او پي ټي اېم باندې مقدمې، په سوشل ميډيا غبرګون


د پاکستان د حکومت او تحريک لبېک ډلې ترمنځ په شوې لوظنامه په سوشل ميډيا نيوکې کیږي چې يوه ډله چې تشدد پله راپارول کوي روغه ورسره کيږي او بله ډله چې په پرامنه ډول خپل حقونه غواړي غدار ورته ويل کيږي او پرضد يې مقدمې درج کولی شي.

په سوشل ميډيا د تحریک لبېک او د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د حکومتي رويې او چلند باندې سختې نيوکې روانې دي.

د امریکې په ولسن څيړنيز مرکز کې د اسیا د چارو کارپوهه مايکل کېګلمېن په ټويټر ويلي،

"دا حېرانوؤنکې ده چې د ټي اېل پي (تحریک لبېک پاکستان) مظاهرې چې پرامنه نه دي غځیږي او پرامنه پي ټي اېم (پښتون ژغورنې غورځنګ) مخه نيولی شي او دا چې پي ټي اېم د ریاست پرضد لګيا دی. د ټي اېل پي او پي ټي اېم په اړوند دا توپيرونه هغه طاقتوره پېغام دی چې دلته لومړيتوب څه ته ورکولی شي".

ليکوال مشرف زېدي په ټویټر ليکلي،

" د پي ټي اېم دپاره د غدارۍ تورونه، مقدمې، ګرفتاريانې او د جلسې په مېدانونو کې اوبه پرېښودل. او د ټي اېل پي دپاره لامحدوه صبر؟. د پاکستان د دولت زمه واري ده چې نه يواځې امنیت په ځای کړې بلکې انصاف هم وکړي، او يو شان رويه نه ساتل د دښمن مرسته کوي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ګوهرننګيال په ټويټر ویلي،

"د رياست دوه مخونه، څوک چې رياست ته ګوته څنډوي د هغه سره لوظنامې کیږي او څوک چې د رياست سمولو خبره کوي په هغو د غدارۍ سرټيفيکېټونه وېشل کيږي اوچتول کيږي، د خدای دپاره په ملک پورې ملنډې مه کوئ".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د پارلیمان غړي علي وزير هم په دې سختې نيوکې کړي چې په پرامنه جلسو جلوسونو مقدمې درج کول کيږي او بل لور ته چې فتوې لګول کیږي د هغو سره لوظنامې کولی شي.

د پاکستان د سترې محکمې لخوا په ۳۱م اکتوبر د مذهب د سپکاوي په تور سزاوارې شوې اسيه بي بي د بري کېدو او خوشي کولو د فېصلې وروسته تحریک لبېک په ټول ملک کې د يادې فېصلې پرضد احتجاجونه پېل کړي، غټې لارې بندې کړې او عادي ژوند په ټپه ودرېدلی وو.

د تحريک لبېک مشرانو د سترې محکمې د مشر قاضي او نورو دوه ججانو د وژلو او د پوځ د مشر پرضد د بغاوت کولو غوښتنې هم کړې وې.

بل لور ته د بشري او مدني حقونو دپاره د روان کال جنورۍ د میاشتې راهسې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې کوي چې د ملک د ائين او قانون په چوکاټ کې دې د دوی غوښتنې ومنل شي.

پي ټي اېم د شورو څخه غوښتنې لري چې په کراچۍ کې وژل شوي نقيب مسيد ته دې انصاف ورکړی شي، بې درکه کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي، په وزيرستان کې ښخ ماينونه دې پاک کړی شي، په پوځي چيک پوسټونو دې د خلکو ځورول ودرول شي او په وزیرستان کې دې د کومې بدې پېښې وروستو د سیمې خلک بې ځايه نه تنګول کیږي.

خو د پي ټي اېم د مشرانو پرضد تراوسه پورې په بنو، صوابۍ، د بلوچستان صوبې په بېلابيلو برخو او کراچۍ کې مقدمې جوړې کړی شوي چې دوی د حکومت پرضد خلک راپاروي.

او د تحريک لبېک سره په شوې لوظنامه کې ويل شوي چې نيول شوي کسان به يې خوشي کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG