لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دولتي اؤ پوځي مشران په افغان سوله اؤ نورو مهمو چارو غونډه کوي


دپاکستان د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ دملي امنیت دکونسل یوه مهمه غونډه روانه ده چې پکې حکومتي اؤ پوځي مشران افغانستان کې دسولې په روان عمل،دپاکستان اؤ افغانستان دګډې پولې اؤ دسیمې په وضعیت بحث کوي.

دملي امنیت د کونسل دا مهمه غونډه په داسې حال کې کیږي چې د مرکزي اؤ سویلي ایشیاء دپاره دامریکا دبهرنیو چارو مرستیاله وزیره ایلس ویلز هم افغانستان کې دسولې په روانو هڅو پاکستان چارواکو سره دخبرو په موخه اسلام اباد کې موجوده ده.

تر دې غونډې وړاندې وړاندې نن(سه شنبه)دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه د وزیراعظم عمران خان سره لیدلي اؤ ورسره یې دوزیراعظم دچین په اوسني سفر،پاکستان کې دمذهب دسپکاوي په معامله د شوؤ احتجاجونو نه راپدیخوا په وضعیت اؤ نورو مهمو چارو خبرې کړي دي.

د ملي امنیت دکونسل په غونډه کې د وزیراعظم عمران خان خان تر د درېوؤ واړو پوځونو مشران،دایي ایس ایي مشر ،دبهرنیو چارو وزیر اؤ نور مهم دولتي اؤ پوځي چارواکي برخه لري.

سرچینې وایي غونډه کې دهیواد اؤ سیمې په وضعیت د غور ترڅنګ د سي پیک دامنیت په چارو هم خبرې اترې شوي دي.

سرچینې وایي افغانستان کې دامن په روان عمل خبرې اترې اؤ غور ددې غونډه مهمه برخه ده خو په سمدستي ډول لا نه ده څرګنده شوې چې حکومتي اؤ پوځي مشرانو دافغان سولې په اړوند څه نظر خپل کړی.

تر دې وړاندې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تیره میاشت امریکه ته دخپل سفر په مهال ویلي وؤ چې پاکستان به دخپله اړخه دافغان کشالې هواري کې بشپړ رول ترسره کوي.

څیړونکي وایي په دې وروستیو کې امریکا اؤ نړیوالې ټولنې پاکستان باندې سخت فشارونه اچولي ترڅو طالبان افغان دولت سره جوړجاړي ته اماده کړي خو پاکستان دریځ لري چې اوس یې لکه دپخوا په طالبانو اثر نه دی پاتې .

واشنګټن اؤ کابل د تېرې یوې نیمې لسیزې راهسې په اسلام اباد تورونه لګوي چې طالبان یې پخپل موټی کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې ترهګریز بریدونه کوي خو پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي چې افغانستان کې روانه ناامني دافغان دولت خپله کمزوري ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG