لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بنو کې د پي ټي اېم فعال او ای اېن پي ضلعي صدر نيول شوی دی


په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعال او د عوامي نيشنل ګوند د ضلعې صدر عبدالصمدخان پوليسو نيولی دی.

د پي ټي اېم مخکښ مشر حنيف وزير وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، د عبدالصمد خان سره نور هم ډېر کسان پوليسو نیولي دي.

نوموړی وايي چې د بېګاه راهسې په بنو کې د پي ټي اېم د غړو په کورونو چهاپې وهل کيږي او هغه تور لګوي چې تراوسه پورې د ۱۵۰ پورې کسان نیول شوي دي.

هغه وويل په خپله د هغه په کور هم بېګاه چهاپه وهل شوې، هغه په خپله په کور کې نه ؤ او پولیسو يې د تره دوه زامن نيولي دي.

وزير زیاته کړه د تره زامن يې د لسم او بل د يوولسم ټولګي زده کوونکي دي او دوی د پوليس په هغه مقدمه کې هم نه وو کومه چې د پي ټي اېم د بنو د مشرانو پرضد جوړه کړی شوې ده.

هغه وویل حکمت او فريد د تره په زامنو يې پوليسو مقدمې درج کړي او نن يې جېل ته لېږلي دي.

بل لور ته د بنو پوليس مني چې د بنو په صدر تاڼه کې د پي ټي اېم د کسانو پرضد مقدمه درج شوې او له هغې وروسته د دوي پرضد د نيولو عمليات پېل کړی شوي دي.

د بنو د صدر تاڼې مشر (اېس اېچ او) رضا الله وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، د کومو کسانو پرضد چې مقدمه (اېف ايي ار) درج شوی دی نو پوليس هغوي نيسي، خو نوموړي د نيول شوؤ کسانو شمېره ونه ښايله.

په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۸م اکتوبر يوه اولسي غونډه کړې وه.

له دغې جلسې درې ورځې وروسته د پي ټي اېم په ۲۸ غړو باندې مقدمه درج شوې او پکې ویل شوي ؤ چې دوی په جلسه کې د رياست او رياستي ادارو پرضد خبرې کړي دي.

خو د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی محسن دواړ وايي چې دوی يوه پرامنه مبارزه پېل کړې او د احتجاجونو د لارې هغه حقونه غواړي کوم چې نورو پاکستانيانو ته ترلاسه دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې داوړ وويل، هغه خلک چې په پاکستان کې د ائين او قانون پرضد خبرې کوي د هغوي سره روغې جوړې کيږي او څوک چې په پرامنه ډول د حقونو دپاره احتجاج کوي د هغوي پرضد مقدمې درج کولی شي.

هغه زياته کړه که څه هم حکومت د دوي په وړاندې د مقدمو خنډان جوړوي خو پي ټي اېم به ترخپل منزله مبارزې ته دوام ورکړي.

هغه وويل د پي ټي اېم په مشرانو او غړيو باندې له دې وړاندې هم مقدمې درج شوي او دوی به د دغو مقدمو د قانون د لارې مقابله کوي.

د پي ټي اېم د مشرانو او غړيو پرضد له دې وړاندې په صوابۍ، کراچۍ او د بلوچستان صوبې په بېلابيلو برخو کې هم مقدمې درج شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG