لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخلیلزاد اؤ طالبانو له خبرو وړاندې دقطر پوځي مشر وزیراعظم عمران خان سره لیدلي


په قطر کې دطالبانو اؤ امریکایي استازي زلمي خلیلزاد د راتلونکې لیدنې نه وړاندې دقطر د پوځ سرلښکر جنرال غنیم بن شاهین الغنیم اسلام اباد کې دپاکستان د وزیراعظم ښاغلي عمران خان سره لیدلي اؤ په مهمو چارو یې ورسره خبرې کړي دي.

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دامهال دافغانستان په سفر کې دافغان دولتي،سیاسي اؤ مذهبي مشرانو سره په لیدنو په لیدنو بوخت دی اؤ ټاکل شوې ده چې زر به اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو اؤ قطر کې طالبانو سره خبرې وکړي.

دپاکستان د وزیراعظم د ماڼۍ نه خپره شوې اعلامیه کې که هرڅو دا نه دي ویل شوي چې ګنې دقطر دپوځ سرلښکر دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ دسولې په اړوند دپاکستان وزیراعظم سره څه رقم خبرې کړي دي خو اعلامیه کې راغلي چې دواړو مشرانو مسلمانانو ته دپېښو ټولو ستونزو هواري دپاره داسلامي هیوادونو ترمینځ په همکارۍ ټینګار کړی دی.

څيړونکي په دې باور دي چې پاکستان اؤ قطر خپلو کې پیاوړې استخباراتي اؤ دفاعي اړیکې لري اؤ ددې ترڅنګ د افغان ستونزې دهواري دپاره هم خپلو کې جوختې رابطې لري.

دپاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي دقطر دپوځي سرلښکر اسلام اباد ته د اوسني سفر مرکزي ایجنډا افغان سولې دپاره دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمینځ په راتلونکې لیدنه خبرې اؤ مشوره کول وؤ.

طالبان دکال۲۰۱۳م څخه په قطر کې خپل سیاسي دفتر لري اؤ تیره میاشت هم زلمي خلیلزاد په قطر کې طالب مشرانو سره افغانستان کې دسولې په ټینګښت نیغ په نېغه خبرې کړې وې.

د وزیراعظم د ماڼۍ په بیان کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې وزیراعظم عمران خان قطر سره پیاوړې اړېکې د خپل حکومت داولیتونو څخه ګرځولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG