د پاکستان پوځ ويلي په هېواد کې د تل پاتې سولې راوستو هڅې به دوامداره ساتي او په سیمه کې د سولې د هر اقدام ملاتړ کوي.
د پاکستان پوځ په سیمه کې د سولې د هڅو ملاتړ څرګندونه په داسې حال کې کړې چې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د سیمې د هېوادونو په سفر دی.
افغان رسنيو پرون د نهې، سه شنبې په ورځ ویلي، زلمی خليلزاد د کابل په سفر کې د افغان ولسمشر اشرف غني او نورو سیاسي مشرانو سره ليدلي او ويلي يې دي واشنګټن په افغانستان کې د سولې خبرو ته ورنزدی شوی دی.
د پاکستان د پوځ کور کمانډرانو پرون په پوځي مرکز (جي اېچ کيو) کې غونډه کړې او په ملک کې د امنیت په اړوند يې بحث کړی دی.
په غونډه کې د روانو عملیاتو، د افغانستان سره په پوله د سيمو د ازغن تار لګولو او هند سره په پوله د کړکېچ په سر هم خبرې اترې شوي دي.
افغانستان کې د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد تیره میاشت د کابل او اسلام اباد سفرونه کړي او له هغې وورسته يې په قطر کې د طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې شوې وې.
ښاغلي خلیلزاد چې دا وخت د سيمې د هېوادونو په سفر دی تیره اوونۍ په ماسکو کې د ۱۲ هېوادونو په ګډون افغانستان کې د سولې د خبرو په اړوند یوه مهمه غونډه شوې او په دغه غونډه کې د طالبانو پینځه کیسز پلاوي هم ګډون کړی ؤ.
په غونډه کې ګډون کوونکي د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي عزيزالله دين محمد ويلي، د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیې
زلمي خلیلزاد ته د افغانستان د سولې په بهیر کې د منځګړیتوب په مقصد، شپږ میاشتې وخت ورکړی دی.
ټاکل شوې ده کابل ته د سفر څخه وروسته به زلمی خلیلزاد د پاکستان او قطر سفرونه هم وکړي او په دغو هېوادونو کې به هم د سولې په پروسه خبرې اترې وکړي.