لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دطاهر داوړ مړي سپارلو کې په ځنډ افغانستان ته دپاکستان سخت احتجاج


د وژل شوي پولیس افسر طاهر داوړ د مسخ شوي مړي افغانستان نه پاکستان ته په ورکولو کې په ځنډ اسلام آباد احتجاج کړی او افغان ناظم الامور یې په دوهم ځل خارجه دفتر ته داحتجاج ثبت کولو دپاره بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دپنجشنبې په ورځ‌ دافغانستان دننګرهار ولایت په سوونو قامي مشرانو دخپل دولت نه غوښتنه کړې ده چې دطاهر داوړ مړی دی دپاکستان دولت ته دسپارلو پځائ قامونو ته وسپارل شي.

اسلام اباد کې مطبوعاتو ته د احوال ورکولو په ترڅ کې دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي پاکستان دافغانستان څخه غوښتنه کړې ده چې دطاهر داوړ مړی باید په سمدستي توګه په جلال اباد کې دپاکستان قونصلګرۍ ته ولیږل شي.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان نه خبرو نه لږ وروسته، د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې چارواکو د وي او ای ډیوه خبریال ابراهیم شنواري ته وویل چې د طاهر داوړ مړی په تورخم کې د هغه خپلوانو ته وسپارل شو.

دپېښور دکلیوالو سیمو دپولیسو مشر ایس پي طاهر داوړ په ۲۶م اکتوبر دپلازمینې اسلام اباد څخه تښتول شوی ؤ چې مړی یې په ۱۳م نومبر دپاکستان دپولې ترڅنګ دافغانستان دور بابا ولسوالۍ څخه موندل شوی دی.

په پاکستان کې دافغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال تیره ورځ امریکا غږ ډیوه ته ویلي وؤ ددې خبرې پلټنه پکار ده چې څنګه طاهر داوړ د اسلام اباد نه پورته کیږي اؤ په افغانستان کې یې مړی موندل کیږي؟

دایس پي طاهر داوړ په وژنه په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون مخې ته راروان دی اؤ خلک پوښتنې راولاوړي چې څنګه اخر یو پولیس افسر د پلازمینې نه پورته کیږي اؤ تر افغانستان رسول کیږي خو دپاکستان استخباراتي اؤ امنیتي ادارې پرې نه خبریږي؟

دافغانستان څخه سرچینو وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي چې دپنجشنبې په ورځ‌ په جلال اباد کې دپاکستان قونصل جنرال د طاهر داوړ په مړي پسې روغتون ته ورغلی خو هغه ته مړی نه دی ورکړل شوی اؤ تش لاس بیرته لیږل شوی دی.

خو په عین حال کې دقبائیلي مشرانو یوه جرګه د پنجنشنبې په غرمه تورخم ته روانه شوې ده ترڅو د وژل شوي پولیس افسر مړی دافغان چارواکو څخه ترلاسه کړي.

شمالي وزیرستان نه دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي په جلال اباد کې د طاهر داوړ جنازه شوې اؤ اوس به دهغه مړی پاکستان ته سپارل کیږي،دهغې وروسته به یې پولیس جنازه کوي اؤ بیا به یې عامه جنازه اعلانیږي.

XS
SM
MD
LG