لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ افغانستان ته ګوته نیسي خو ټولنیزو رسنیو اکثر د پاکستان ریاست د طاهر داوړ په وژنه پړ بللی


طاهر داوړ
طاهر داوړ

واشنګټن ــــ پاکستاني پوځ د پولیس افسر طاهر داوړ وژنه په کلکه غندلې، خو د هغه د مړي د ځنډېدو له امله یې په افغان حکومت د هغه په وژنه کې د لاس لرلو تور پورې کړی دی.

د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور زیارت- پنجشنبې په ورځ ناوخته پر ټویټر لیکلي، چې د طاهر داوړ د وژنې او د هغه د مړي ځنډېدلو پوښتنې پیدا کړې دي:

"موږ یو زړور پولیس افسر وبایلود. د هغه تښتونې، افغانستان ته وړلو، وژلو او د مړي سپارلو په برخه کې د افغان چارواکو سلوک پوښتنې پیدا کوي چې له ترهګرو پرته د هغه په وژنه کې د نورو لاسونو او سرچینو ښکارندويي کوي".

افغان حکومت د پاکستاني پوځ د دغو تورونو په اړه سمدستي څه نه دي ویلي، خو پر ټولنیزو رسنیو ګڼو خلکو هغه ته په ځواب کې پر پاکستاني پوځ او حکومت نیوکې کړې، چې څنګه یې یو پولیس افسر د هېواد له پایتخته وتښتول شو او افغانستان ته واړول شو.

د نور الله احمدزي په نوم په امریکا کې مېشت یوه تن مېجر جنرل آصف غفور ته په ځواب کې لیکلي، چې طاهر داوړ له ډیورنډ کرښې نه، له اسلام اباده تښتول شوی وو:

"چې د وژنې ذمه واري یې داعش ډلې ومنله د دې معنا دا ده چې هغوی د نورو ترهګرو غوندې په اسلام اباد کې دي. خپله د ترهګرۍ پالیسي بدله کړئ".

په امریکا کې مېشت د سیاسي چارو څېړونکي ډاکټر محمد تقي هم د پوځ ویاند ته په ځواب کې ویلي، چې د طاهر داوړ د وژنې په اړه په پیل کې د پوځ چوپتیا او د حکومت د خبرو انکار هم ګڼې پوښتنې پیدا کړې دي:

"جنرل صاحب! تاسې چې "ښو طالبانو" ته پناه ورکړې ده په بدل کې يې هغوی "بدو طالبانو" ته پناه ورکوي. چې د پاکستان یو اوسېدونکی، یو پولیس افسر له پایتخت نه تښتول کېږي، مخنیوی یې ستاسې کار دی، نه د اشرف غني".

د طاحا صدیقي په نوم یوه پاکستاني خبریال هم د پوځ له ویانده پوښتنه کړې، چې پر افغان حکومت د تور لګولو پر ځای دې د خپلو امنیتي ادارو د ناکامۍ اعتراف وکړي:

"افغانستان ته تر ګوته نیولو مخکې پاکستاني پوځ ته پکار ده چې د خپلو ناکامیو په اړه پوښتنو ته ځوابونه ووایي. د پاکستان پر خاوره د ښو طالبانو پرله پسې موجودګی د بدو طالبانو فعالیتونو ته لار برابروي".

د طاهر داوړ د وژنې په ضد نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ هم د پاکستان په اکثرو لویو او وړو ښارونو کې احتجاجونه وکړل او د هغه د وژنې ذمه واري یې پر پاکستاني ریاست ور واچوله.

د طاهر داوړ مړی نن په تورخم پوله کې د هغه د کورنیو غړیو، د پښتون تحفظ موومنټ مشرانو او د پاکستاني حکومتي پلاوي ته وسپارل شو. یوه جنازه یې ماخوستن شاوخوا لس بجې د پېښور په پولیس لاین کې وشوه او بله جنازه یې د کورنۍ له خوا په حیات اباد سیمه کې وشوه او هملته یې مړی خاورو ته وسپارل شو، چې په مراسمو کې یې سلګونو خلکو ګډون کړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG