لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوهان، ليکوال او سياستوال د فېض احمد فېض په مېله کې ګډون ته نه دي پرېښودی شوي


د پنجاب په سر ښار لاهور کې د اردو ژبې د انقلابي شاعر او پوهاند ارواښاد فېض احمد فېض په څلورمه نړيواله مېله کيڼ اړخه سياستوال، ليکوال، پوهان او استازان د ګډون او وېنا څخه منع کړی شوي دي.

د پنجاب پوهنتون مخکني استاز او ليکوال عمارعلي جان ويلي د فېض څلورمې نړيوالې مېله کې د برخې اخيستو او وېنا څخه منع کړی شوی دی.

د لاهور په الحمرا هال کې د فېض څلورمه مېله د ۱۶نه تر ۱۸نومبر پورې ترسره شوې ده.

د حقوق خلق نومې سازمان سره تعلق لرونکي عمار په فېس بک ليکلي هغه په مېله کې د وېنا دپاره بلل شوې خو د ناستې نه څو ساعته مخکې ورته د مېلې راجوړؤنکو په ټيلیفون ويلي چې هغه ته د وېنا اجازه نشته.

په دغه ناسته کې چې وکيل او فعال جبران ناصر ګډون کړی هغه په ټويټر ليکلي،

"زمونږ د رياست چارې. د لاهور د ( لمز) پوهنتون استاز پروفېسر تېمور رحمان، د کېمبرج پي اېچ ډي عمار علي جان، پخواني (د ډېلي ټايمز) مدير راشد رحمان او اېم اېن ای علي وزير د فېض په مېله کې د ايجنسيانو لخوا منع کړی شوي چې په يوه ناسته کې به برخه نه اخلي، خو خادم رضوي هر ځای جمع راجوړولی شي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير په دغه اړوند په خپله څه نه دي ويلي خو د جبران ناصر ټويټ يې بيا خپور کړی دی.

د فېض د مېلې په ناسته کې چې جبران ناصر ګډون کړی د ناستې کوربه اسامه صديق وايي په ناسته کې ورسره عايشه احمد چې په لمز کې استازه ده، جواد احمد سندرغاړی او جبران ناصر ورسره هم ګډون کوي او دوي به د "متبادل سياست" په موضوع بحث کوي.

هغه د نومونو اخيستو پرته وويل "په دې ناسته کې ورسره څو نور ملګري هم شامل ووخو هغه دلته نشته اوهغه تاسو په يادونو کې ساتئ".

په فېس بوک د فېض ګهر په نوم پاڼه باندې دغه ويډيو اچول شوې ده.

تېمور رحمان هم د ناستې يو عکس خپور کړی چې پکې د خالي پرتې کرسۍ نه کرښه تاؤ کړی شوې ده.

هغه د پخواني پوځي امر ضياالحق د دور يادګېرنه کړې چې څنګه به هاغه وخت په ورځپاڼو کې د سنسرشپ په نوم خالي ځايونه پرېښودل کېده دغه ډول د فېض په مېله کې خالي کرسۍ پرتې وې.

هغه ويلي دغه کرسۍ د علي وزير، د هغه د پلار راشد رحمان، عمار علي جان او د هغه (تېمور رحمان) دپاره اېښودی شوې وې.

عمار ويلي، په داسې زمانه کې اوسيږو چې چېنلې ډېرې خو مطبوعات ازاد نه دي، پوهنتونونه په سلګونو خو تنقيدي خیال نشته، مېلې او کانفرسونه سېوا کيږي خو په ازاده نظرونه نه شريکيږي.

هغه ويلي، "زه په ځانګړي ډول په چا نيوکه نه کوم، خو ايا مونږ په ګډه دا پرېکړه کړې چې مونږ به دا خاموشه مارشل لا منو" او نوموړي ځينې نور پوښتنې هم راولاړې کړي دي.

د فېض احمد فېض د مېلې راجوړؤنکو لخوا د دغو کسانو په ناسته کې د منع کولو په اړوند څه نه دي ويل شوي.

د فېض په درې ورځنۍ مېله کې په بېلابيلو موضوعاتو بحثونه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG