لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چين کې پاکستاني زده کوونکي ځان په خپله وژلی، د بهرنيو چارو وزارت


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په چين کې پاکستاني زده کوونکي ځان په خپله وژلی (خودکشي) يې کړې، وژل شوی نه دی.

په سوشل ميډيا داسې يوه ويډيو چليږي چې پکې ليدلی شي چې د شپې په مهال په سړک دپاسه دوه کسانو يو تن سملولی او ګوزارونه پرې کوي، په ويډيو کې د دوي سره يوه جينۍ هم ليدل کیږي.

علي عارف نومې تن هم په ټويټر دغه ويډیو خپره کړې او ورسره يې ليکلي دي.

"پاکستانی زده کوونکی اسامه چې د شينګيانګ پوهنتون زده کوونکی دی د جينۍ پلار او ورور په سړک دپاسه وژلی دی. او دا دوېمه پېښه ده چې د بهرني سره رامنځته کيږي او په چين کې پاکستاني خوندي نه دي".

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، اسامه احمدخان چې د چين په لياننګ صوبه کې په شينياګ ښار کې اوسېدو او دغلته په پوهنتون کې ؤ، هغه ځان په خپله وژلی دی.

خو په بیان کې د وژل شوي هلک په اړوند نور جزيات نه دي ورکړل شوي چې د هغه تعلق په پاکستان کې د کومې سيمې سره دی او کومې زده کړې يې کولې.

په بيان کې ويل شوي چې په چين کې د پاکستان استازی دغه ښار ته ورغلی هلته يې د نورو زده کوونکو او پوهنتون د چارواکو او پوليس سره ليدلي دي.

د بيان ترمخه پاکستانی استازی د اسامه د جسد رالېږلو تیاريانې کوي او د هغه د کورنۍ سره په تماس کې دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په سوشل میډيا خپرېدونکې ويډيو ته جعلي ويلي او غږ يې کړی چې خلک دې جعلي خبرونه نه خپروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG