لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک لبېک د اولس د مال او ځان دپاره خطره جوړه شوې ده، فواد چوهدري


د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري ويلي د تحریک لبېک ډلې مشر خادم حسېن رضوي يې په حفاظتي بند کې اخيستی او مېلمستون ته منتقل کړی شوی دی.

چوهدري ویلي، "تحريک لبېک پرله پسې د اولس د مال او ځان دپاره خطره جوړيږي اود مذهب په نوم سياست کوي".

هغه ويلي د تازه عملياتو د اسيه بي بي د قضيې سره هيڅ تعلق نشته،حالات په بشپړ ډول قابو دي او اولس دې د چارواکو مرسته وکړي.

د تحریک لبېک د مشر سره د دغه ډلې د نورو ګڼ شمېر غړيو نيولو خبرونه هم مخې ته راغلي دي.

خادم رضوي په داسې حال کې نيول شوی چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د سترې محکمې د مشر قاضي مياثاقب نثار نه په لندن کې پوښتنه شوې وه چې،

"د مذهبي تندلارو پرضد عدليه تراوسه خاموشه ولې ده؟ چا چې د ججانو او حاضر سروس جرنېلانو پرضد د کفر فتوې لګولي"؟.

مشر قاضي ويلي ؤ "دا به تاسو ته څو ورځې ورسته پته ولګي" خو نوموړي په دغه اړوند نور څه نه ؤ ويلي.

د پاکستان سترې محکمې د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ سزاواره اسیه بي بي د اکتوبر په وروستۍ نېټه په قضيه کې بري کړې او د هغې د خوشي کولو امر يې کړی ؤ.

د يادې فېصلې سمدست وروسته مذهبي تندروه ډلې تحریک لبېک په ټول پاکستان کې د فېصلې پرضد احتجاجونه پېل کړي وو.

تحریک لییک دسترې محکمې د درېو ججانو د وژلو او د پوځ د مشر جنرل قمر باجوه په ضد یې نورو جنرالانو نه د بغاوت غوښتنه هم کړې ده.

فواد چوهدري ویلي خادم رضوي ځکه نيول شوی چې په ۲۵ نومبر يې د احتجاج اعلان بيرته نه اخيستو.

د خادم حسېن رضوي د نيولو د خبرو وروسته په کراچۍ او لاهور کې د احتجاجي مظاهرو خبرونه مخې ته راغلي او د ځينې سړکونو د بندولو هم ويل شوي وو.

خو نن د خالي، شنبې په سهار ويل شوي ټول سړکونه ازاد دي.

د تحريک لبېک يو بل مشر پير افضل په يو ويډيو بيان کې په خپلو پلويانو غږ کړی ؤ چې په سړکونو راووځي احتجاج پېل کړي او د ځان سره ډنډې هم راوړي چې خپله دفاع پرې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG