لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي ايي د حکومت سل ورځې سل راګرځېدنې (100Days100Uturns#)


په سوشل ميډيا د سل ورځې سل راګرځېدنې (#100Days100Uturns) د هېش ټېګ سره د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ايي) د حکومت د سلو ورځو د حکومت يادګېرنه کيږي.

د پاکستان حکومتي واکمنه ګوند پي ټي ايي د جولايي د عامو انتخاباتو نه وړاندې په واک کې د راتلو وروسته د ۱۰۰ ورځو پلان وړاندې کړی ؤ.

په ياد پلان يا ايجنډا کې په پينځه کاله موده کې د ۵۰ لاکه کورونو، اقتصادي سفارتکارۍ، بهرنۍ او داخله پاليسۍ، پنجاب صوبه په دوه برخو کې شاملول، نېب خپلواکه اداره جوړول، په پينځه کاله کې يو کروړ نوکرۍ او د کرکيلې په برخه کې اصلاحات کول ياد کړی شوي وو.

په سوشل ميډيا د پي ټي ايي په حکومت ټکونه کيږي چې د ۱۰۰ ورځو په پلان کې يواځې ۱۰۰ ورځې بيرته راګرځېدلی دی.

عبدالماجد په ټويټر ليکلي،

"د پروټوکول، د ايي اېم اېف نه د قرضې، د دوه کروړه نوکريانو، د پټرولو د بېعې، د ټېکس نه اخستو، د پينځه ملینه کورونو، د ډالر ۱۲۰ روپو ته راوستو، د پاکې کابينې او عامو خلکو ته د خېر رسولو ټولې خبرې غلطې، يواځې مونږ بيرته په واپس کېدو پسې بيا واپس کېدل وينو".

د قامي اسمبلۍ پخواني غړي رضا علي عابد په ټويټر ځینې نورې خبرې يادې کړي چې د عمران خان حکومت يې په پوره کولو کې پاتې راغلی دی.

هغه ويلي، " د فاټا په خېبرپښتونخوا کې په تندۍ ورګډول، جنوبي پنجاب صوبه جوړول، د بلوڅو سره روغه جوړه، د کراچۍ دپاره پرمختيايي پېکج، د غربت د ختمولو دپاره ګامونه، اقتصاد ته وده ورکول، په دې هر څه کې ناکامه".

د پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړې شازيه مري ویلي،

"نړیوال بېنک د دوه سوه اربه ډالرو د واپس کولو په تمه دی کومه ادعا چې د پي ټي ايي مشرتابه کړې وه چې په واک کې د راتلو په ۲۴ساعتونو کې به يې بيرته ورکړي".

په عمران خان باندې ټکونه کيږي چې هغه د خپلې هرې خبرې نه بيرته ګرځي، عمران خان روانه مياشت د يوټرن يا بيرته ګرځېدو د خبرې سپيناوی کړی او ويلي يې ؤ،

"چې د حالاتو سره سم بيرته ونه ګرځي هغه کامياب مشر نه شي کېدی نيپولين او هټلر بيرته نه ؤ ګرځېدلي ځکه يې تاريخې ماتې خوړلې وه".

خو د عمران خان دغه بيان ته هم سخت غبرګون ويل شوی چې هغه د خپلې هرې کړې خبرې او ادعا نه بيرته ګرځي.

عمران خان د اګست د مياشتې په ۱۸م نېټه د پاکستان د ۲۲م وزیراعظم په توګه سوګند اخيستی ؤ.

عمران خان او د هغه په کابينه کې شاملو وزيرانو د مې په مياشت کې د خپل حکومت د ۱۰۰ ورځو ايجنډا وړاندې کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG