لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نیولو په څېر هڅې به يې د مبارزې مخه ونه نيسي، محسن داوړ


د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران محسن داوړ او علي وزیر د اېف ايي ای له بنده خوشي شوی او محسن داوړ ویلي، " د نیولو په څېر هڅې به دوي د خپلې د مبارزې څخه ونه دروي".

محسن داوړ او علي وزير پرون د جمعې په ورځ د پېښور په هوايي ډګر هغه وخت ودرول شوي او نيول شوي چې دوي دوبۍ ته روان وو.

داوړ په ټويټر ویلي، "مونږ دوبۍ ته د پښتنو په بلنه روان وو. په ائيرپورټ راته وويل شو چې نومونه يې په اي سي اېل کې دي او پاسپورټونه يې رانه واخيستل. او وروسته راته بيا وويل شو چې دوي د صوابۍ د جلسې د مقدمې له سببه پاتې کړی شو".

داوړ زياته کړې، چارواکو ته يې وويل چې په ياده مقدمه کې دوي د نيولو نه وړاندې ضمانت اخیستی خو بيا هم دوي د اېف ايي ای تاڼې ته بوتلی شو،وروسته دوي پرېښودی شو خو ورته وويل شو چې علي وزير به عدالت ته مخامخ کيږي.

"مونږ نه يو پوهه چې په هر قانون او ادارې پورې ملنډې ولې کيږي؟ زمونږ ائين د احترام حق لري. او دغه ډول هڅې به مونږ د خپل مقصد څخه ونه دروي".

د محسن داوړ او علي وزير د نیولو وروسته په ټولنيزو رسنیو دغه عمل په سختو ټکو کې غندل شوی او د شپې په مهال په پېښور کې د اېف ايي ای د دفتر مخې ته د پي ټي اېم غړو احتجاجي مظاهره هم کړې وه.

پښتنې سياستوالې بشرا ګوهر د محسن داوړ او علي وزیر د نيولو په غبرګون کې په ټويټر ویلي ؤ،

"د محسن داوړ او علي وزیر لويه ګناه دا ده چې پښتون له ژوندون او عزت غواړي، د خپل قام حق او انصاف له اواز اوچتوي. د ظلم او بربريت خلاف دي".

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د محسن داوړ او علي وزير نيول غندلي دي.

د عوامي نیشنل ګوند اېمل ولي خان ويلي، "کومو خلکو چې په پارليمان، پي ټي وي او سپريم کورټ باندې حملې کړې او مقدمې پرې جوړې شوې هغوي وزيران جوړ کړی شو، او تر دې چې په صدر د ترهګرۍ مقدمه ده، خو بل لور ته د محسن داوړ او علي وزير نومونه په اي سي اېل کې اچولو باندې پښتنو ته څه پېغام ورکول کيږي؟".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG