لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرداري:راتلونکی حکومت به عمران خان زندان ته اچوي


دپاکستان پخواني صدر اؤ دپیپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري ویلي دي چې دعمران خان حکومت خو نن خپل سیاسي مخالفین زندانونو ته لیږي خو راتلونکی حکومت به عمران خان زندان ته اچوي.

هغه ویلي دتحریک انصاف حکومت به تر ډیره دوام ونکړي اؤ که دې حکومت ته خطره راولاړه شوه نو مونږ نه بلکې هاغه طاقتونه به یې ژغوري چې دا یې واکمنۍ ته رسولی دی.

د سه شنبې په ورځ خبریالانو سره خبرو کې دهیواد پخواني صدر عمران خان تور لګولی چې “دعمران خان حکومت داتلسم ائیني بدلون څخه د ځېنو مادو ویستلو په بهانه ائین منسوخ کول غواړي خو مونږ به یې ددې هڅې په کله مخه نیسو”

اصف علي زرداري وویل وزیراعظم عمران خان انتقامي ګامونو ته لاس اچولی اؤ وایي چې داپوزیشن مشران به زندان ته لیږي خو دایې تیروتنه ده

“مونږ کې خو د زندانونو د زغملو توان شته،خو ایا عمران خان به پخپله زندان ته د تګ حوصله ولري؟ چې څه کرې هغه به رېبې ،نوازشریف داحتساب عدالتونه اؤ قانون ما دپاره جوړ کړي وؤ نن یې دغه هرڅه خپلې غاړې ته پرېوتي دي اؤ پخپله محکمه کې ولاړ دی .

دپاکستان د وزیراعظم عمران خان واک ته له رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې داحتساب محکمې دقامي اسمبلۍ کې دمخالفې ډلې د مشر میا شهباز شریف په ګډون داپوزیشن یو شمیر مشران دغبن په تورونو زندانونو ته اچولي اؤ وزیراعظم عمران خان وخت په وخت وایي چې نورګڼ نور مهم مخالف مشران به هم زندانونو ته لیږي.

اصف علي زرداري وویل “حکومت دې زمونږ د همت امتحان واخلي،مونږ به یې ظلم وزغمو خو راتلونکی حکومت به عمران خان هم زندان ته لیږي”

هغه پخپلو خبرو کې ویلي چې په ټولټاکنو کې راوستل شوي ګوډاګیان دې جوګه نه دي چې حکومتي چارې پرمخ یوسي اؤ نن دهیواد حالات زیات خراب شوي دي خو مونږ ددې دپاره پارلیمان کې ناست یو چې کوم بل قوت ته د نظام د ړنګولو موقعه په لاس ورنه شي.

ښاغلي زرداري که هرڅو پخپلو خبرو کې دپوځ یا بل کوم قوت نوم نه دی اخستی چې څوک به نظام ړنګ کړي خو دعمران خان سیاسي مخالفین هغه د پوځ په ملاتړ لرلو تورنوي اؤ په پاکستان کې په بیلابیلو وختونو کې پوځ سیاسي حکومتونه غورځولي اؤ په حکومت یې قبضه کړې ده.

وزیراعظم عمران خان له دې یوه ورځ وړاندې خبریالانو ته ویلي وؤ چې دپاکستان پوځ دتحریک انصاف د منشور ملاتړی اؤ جمهوري حکومت ملاتړی دی اؤ دهیواد دخارجه تګلارې په ګډون ټولې چارې دهغه حکومت پرمخ بیایي

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG