لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان بهرنۍ قرضې د ۹۶ اربه ډالرو څخه اوړېدلې دي


په پاکستان بهرنۍ قرضې او هغه پېسې چې به يې بيرته ورکوي (واجب الادا)، هغه د روان کال ستمبر پورې ۹۶.۷ اربه ډالرو ته رسېدلې دي.

اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ويلي، په دې قرضونو کې داسې ښکاري چې د چين څخه د درې اربه ډالرو اخيستو يادګېرنه نه ده شوې.

په اقتصادي ستونزو کې ښکېل د پاکستان حکومت وايي د پاکستان د کرنټ اکاؤنټ خساره ۱۹ اربه ډالره دا وخت ده.

د ورځپاڼې د خبر ترمخه ښکاري چې د قرضونو دا شمېره نزدې ۱۰۰ اربه ډالره وي، ځکه چې د چين بېنک د پاکستان په مرکزي بېنک کې درې اربه ډالره جمع کړي او په دې کې وروستی قسط د جولایي په مياشت کې راغلی دی.

د سټېټ بېنک شمېرې د بهرنۍ زرمبادله واجب الاادا رقم پينځه اربه ډالره ښايي، چې پکې په مرکزي بېنک جمع کړی شوي ۷۰۰ ملينه ډالره شامل دي، او د چین سره د سوداګرۍ په معامله کې ۲.۹ اربه ډالره يو دي، او ۱.۴ اربه ډالره نورې دي.

د رپوټ ترمخه حکومتي بهرنۍ قرضې په درېو مياشتو کې ۹۸۳ ملينه سېوا شوي او ۷۶.۳ اربه ډالرو ته رسېدلې دي.

پوهاند وايي په پاکستان هر کال بهرنۍ قرضې نورې سېوا کيږي او علت يې د راتلونکو نوؤ حکومتونو قرضې اخيستل او داسې پاليسياني نه جوړول دي چې دوي ته بې د قرضونو نه بهرنۍ پېسې راشي.

ويل کیږي د پاکستان تحریک انصاف نوی جوړ حکومت هم ښکاري چې کومه لنډ مهاله پاليسي نه لري، يواځې دا چې د بهرنيو ادارو څخه قرضې ترلاسه کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ايي) په حکومت کې د راتلو وروسته وزيراعظم عمران خان ويلي ؤ پاکستان دا وخت د خپل تاریخ د بدترینه اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

خان ويلي ؤ پاکستان په سمدستي ډول نزدې ۱۲ اربه ډالرو ته اړتيا لري او ويلي يې ؤ چې اول به د دوست هېوادونو څخه د پېسو ترلاسه کولو هڅې کوي.

عمران خان بيا د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، چين او ملايشيا سفرونه کړي خو په ښکاره يواځې دا ويل شوي چې يواځې د سعودي عرب څخه ورته د درې اربه ډالرو ورکولو او ترې کالو پورې د کال په سر د يو ارب ډالر په قرضو د تېلو ورکولو ژمنه شوې ده.

پاکستان په عېن حال کې نړیوالې مالياتې ادارې (ايي اېم اېف) ته هم د قرض خواست کړی خو د ايي اېم اېف څخه ورته لا د قرضې ورکولو پخلی نه دی شوی.

په حکومت کې د راتلو وړاندې به عمران خان ويل که په واک کې راغلو کله به هم ايي اېم اېف ته لاړ نه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG