د سندهـ صوبې داخله محکمې پوليس ته امر کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشر منظور پشتين باندې د صوبې هرې ضلعې ته په ورتګ د ۹۰ ورځو دپاره بندېز ولګوي.
په سوشل ميډيا د خپرې شوې حکمنامې په اړوند د صوبې وزیران په رسمي ډول ځواب نه کوي.
په دې حکمنامه د جمعې د ورځې ۷م دسمبر نېټه ليک ده چې پوليس ته جاري کړی شوې ده.
په حکمنامه کې ويل شوي دي چې منظور پشتين د څلورو، پينځه ؤ ورځو راهسې په کراچۍ کې دی د ملير ضلعې په علاقه کې غونډو ته په وېنا کې خلک راپاروي او د ریاست او قانون پلي کوونکو ادارو پرضد د کرکې ډکې وېناوې کوي.
د کراچۍ د پوليس مشر (اډيشنل ايي جي) امير شېخ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، "زه بهر يم او تاسو په دغه اړوند د ملير ضلعې د پوليس مشر نه مالومات وکړئ".
په سندهـ صوبه د حکومتي واکمنه ګوند پيپلز ګوند د مشر بلاول بټو زرداري خور بختارو په ټويټر ویلي،
"که څومره مونږ په يو بل د تورونو لګولو څخه خوند اخلو په حکمنامه کې څرګنده ده چې حکم چا ورکړی دی".
خو د ملير ضلعې د پوليس مشر (اېس اېس پي) عرفان بهادر سره د بيا بيا هڅې باوجود تماس نه کیږي.
بل لور ته د پي ټي اېم د کراچۍ يو مشر نور الله ترين وايي، هغوي هم تېره شپه د سوشل ميډيا د لارې خبر شوي خو په رسمي ډول هغوي ته نه خو پوليس ورغلي او نه ورته بل چا څه ويلي دي.
د کراچۍ د ملير ضلعې د سچل تاڼې پوليس مشر فرخ شهريار هم وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل چې هغه هم د سوشل ميډيا د لارې خبر شوی او د لوړ پوړوچارواکو نه ورته په دغه اړوند تراوسه کوم حکم نه دی ترلاسه شوی.
منظور پشتين د روانې مياشتې په دوېمه نېټه کراچۍ ته راغلی دی.
په سندهـ صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند حکومت دی، او د ياد ګوند مشر بلاول بټو زرداري د روان کال اپرېل په مياشت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پېښور جلسې په اړوند په يو ټويټ کې ويلي ؤ.
"د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه بله لويه غونډه کړې ده، دا ضروري نه ده چې تاسو د هغوي د هرې خبرې سره متفق شئ خو پکار ده چې هغوي واورېدل شي. او که چرته په مرکزي کچه د پاکستان د ځوان کُول دا غږ وانه ورېدل شو نو دا به داسې وي چې دوي په زوره د ځان نه لرې کول کيږي".
هم د اپرېل په مياشت کې د پي ټي اېم د لاهور د جلسې په مهال چې کله د پي ټي اېم ځينې مشران نيول شوي په هغه وخت هم بلاول بټو زرداري د دغو کسانو نيول غندلي وو او ویلي يې ؤ د پاکستان هر او پي ټي اېم ته د پرامنه احتجاج حق حاصل دی.
په منظور پشتين سندهـ صوبې ته په ورتګ بندېز په داسې حال کې لګول شوی چې د زيارت، پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور په ورځ په مرموزو ټکو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته ګواښ کړی ؤ.
پوځي وياند ویلي چې ریاست له پښتون تحفظ موومنټ سره ډېره همکاري وکړه خو وایي دا خلک چې اوس په کوم لوري روان دي هسې نه له هغې کرښې واوړي چې ریاست یې په ضد له زوره کار واخلي.
د پي ټي اېم مشر منظور پشتين د پوځي ویاند بيان ته په غبرګون کې ويلي ؤ چې د هغوي پينځه غوښتنې وې او يوه پکې نه ده منل شوې.
د پي ټي اېم پرضد د ممکنه عملياتو خبرې ته په غبرګون کې پشتين ویلي ؤ، پوځ پخوا هم د پښتنو په ضد عملیات کړي او "اوس دې بیا دا عادت او شوق پوره کړي".
لږه شېبه وړاندې ژورنالسټ مبشر زېدي ټویټ وکړو چې په منظور د بندېز فېصله واپس اخيستل کيږي.
خو په دغه اړوند د صوبايي حکومت لخوا په رسمي ډول کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.