لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځي عدالتونو د مرګ ۲۸۴ سزاګانې اورولي دي


د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پوځي عدالتونو ته ۷۱۷ مقدمې لېږلي چې پکې ۲۸۴ کسانو ته د مرګ سزاګانې اورول شوي او د ۵۶ د تېزندۍ سزاګانې عملي شوي دي.

د شمالي وزير ستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ دغه شمېرې په ټويټر خپرې کړې او ويلي يې دي هغه د دفاع د وزارت څخه پوښتنې کړي چې، په ضرب عضب عملياتو کې څومره تندلاري وژل شوي او څومره نيول شوي دي.

هغه دوېمه پوښتنه کړې چې په ضرب عضب عملیاتو کې کوم ياد تندلاري نيول شوي او وژل شوي د هغو نومونه دې وويل شي؟.

د داوړ د ټويټ ترمخه د دفاع وزیر پروېز خټک پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، په ضرب عضب عملیاتو کې د وژل شوؤ او نيول شوؤ تندلارو شمېره د کورنيو چارو د وزارت سره ده.

خټک ويلي، د کورنيو چارو وزارت پوځي عدالتونو ته د ۷۱۷ مقدمو منظوري ورکړې ده.

هغه ويلي په دغو مقدمو کې ۵۴ مقدمې په تکنیکي بنيادونو پرېښودي دي، ۴۷۸ فېصله کړی شوي دي.

په ياده شمېره کې ويل شوي پوځي عدالتونو ۲۸۴ ته د مرګ سزاګانې اورولي او ۵۶ پکې په دار ځړول شوي دي.

په دې شمېره کې ۱۹۲ ته قېد بامشقت اورول شوی دوه پکې خوشي کړی شوي او د ۱۸۵ مقدمو اورېدنه روانه ده.

ضرب عضب

د پاکستان پوځ د کال ۲۰۱۴م د جون په مياشت کې په قبايلي سيمه شمالي وزیرستان کې د تندلارو پرضد د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات پېل کړي وو.

د افغانستان سره په پوله پرته ياده علاقه کې د پوځي عملیاتو څخه نزدې لس لاکه خلک کډه شوي او دا عمليات وروسته تر خېبر پورې غځول شوي وو.

د پاکستان پوځ بيا ادعا کړې چې په عملياتو کې يې شمالي وزیرستان د تندلارو څخه پاک کړی او کډوال زياتره خلک بيرته ستانه کړی شوي دي.

خو په علاقه کې اوس هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

پوځي عدالتونه

د کال ۲۰۱۴م په ۱۴م دسمبر پېښور کې د پوځ د انتظام لاندې (ارمي پبلک سکول) باندې ترهګر بريد شوی چې پکې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي او زياتره يې د سکول زده کوونکي وو.

د يادې پېښې وروسته په ملک کې د دوه کاله مودې دپاره پوځي عدالتونه جوړ کړی شوی وو، او د يادو عدالتونو په دوه کاله پوره کېدو دا موده د دوه نورو کلونو دپاره غځول شوې وه.

او په کال ۲۰۱۵م کې بيا په پاکستان کې د مرګ د سزا په عملي کېدو لګېدلی بندېز هم ختم کړی شوی ؤ. په پاکستان کې د کال ۲۰۰۸م څخه تر کال ۲۰۱۳م پورې د مرګ سزاګانې نه وې عملي شوي.

پوځي عدالتونو جوړېدو ته غبرګون

په ملک کې د پوځي عدالتونو په جوړېدو د بشري حقونو ډلو نيوکې کړي چې په پوځي عدالتونو کې د اورېدنو په وخت ملزم ته د خپلې دفاع موقع نه ورکړی کيږي.

خو د پاکستان حکومت ويلي پوځي عدالتونه يې د ترهګرۍ د مخې نيولو او حالاتو ته په کتو جوړ کړي او په دغو عدالتونو کې ملزمانو ته وکيل هم ورکړی کيږي.

د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم ایمنسټي انټرنيشنل ويلي پاکستان د نړۍ په هاغو لمړیو پینځوؤ هېوادونو کې شامل دی چې پکې زیاتې د مرګ سزاګانې ورکړل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG