لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: پېمرا له اوریا مقبول جان څخه د پښتنو د سپکاوي سپیناوی غوښتی


واشنګټن ــــ د پاکستان د برېښنایي رسنیو او ټیلیویژن چېنلونو د څار ادارې (پېمرا) د یوه شخصي ټیلیویژن (نییو نیوز) په یوه پروګرام (حرفِ راز) کې د پښتنو په ضد د خبرو کولو په تور د دې پروګرام له کوربه اوریا مقبول جان څخه سپیناوی غوښتی دی.

د پاکستان مشهور سیاسي څېړونکي او کالم لیکونکي اوریا مقبول جان پخپل پروګرام کې پښتانه چرسیان بللي او ویلي یې دي چې که حکومت پر شرابو بندیز نه لګوي، پر چرسو دې هم بندیز نه لګوي ځکه چې وایي پښتانه به پرې خوشاله وي.

د پېمرا له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د پروګرام کوربه د پاکستان د یوې "نسلي ټولنې" په اړه- چې اشاره یې پښتنو ته ده- ناوړه او له سپکاوي ډک توري کارولي، چې وایي دا هم د جرنلزم د اخلاقو خلاف کار دی او هم د پېمرا له قانونه پکې سرغړونه شوې ده.

د دسمبر په 11مه د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف ګوند یوه غړي رمېش کمال- چې له هندو اقلیت سره تړاو لري- پر شرابو د بندیز په اړه یو قرارداد وړاندې کړ، چې په اکثریت سره رد شو. اوریا مقبول جان د همدې ورځې په ماښام د خپل پروګرام په یوه برخه کې د تحریک انصاف ګوند پر حکومت د نیوکې په یوه برخه کې ویلي:

"خان صاحب لومړی خپل د اطلاعاتو وزیر خو را وګرځوه، چې وایي څوک شراب څښي هغوی یې له هره ځایه موندلای شي، نو بیا حکومت د څه لپاره دی، یعنې چې څوک چې هیروین او کوکین څکوي هم موندلای یې شي، بیا نو پر چرسو هم بندیز لرې کړئ چې زموږ پښتانه وروڼه خوشاله وي".

پېمرا د (نییو ټیلیویژن) له ادارې لیکلی سپیناوی غوښتی او د دې ادارې مشر یا کوم بل ذمه وار کس یې د دسمبر په 17مه د سپیناوي شخصي اورېدنې ته ور بللی دی، خو وایي که وړاندې نه شي نو په ضد به یې قانوني ګام واخلي.

د پښتنو لپاره د "نسلي کمیونیټي" اصطلاح پخپله د پښتنو ملتپالو په نظر د پښتنو سپکاوی دی، ځکه چې وایي پښتون د دې هېواد دویم لوی قوم دی خو د ریاست ادارې یې د یوې "نسلي ټولنې" په نامه یادوي.

په پاکستان کې د 2017م کال لانجمنې سرشمېرنې په پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو، بلوچستان او کراچۍ کې د پښتنو شمېر شاوخوا 45 میلینه ښیي. پر دغو سرشمېرنو پښتانه ملتپال اعتراض لري او وایي چې په دغه سرشمېرنه کې پښتانه کم ښوول شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG