لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان منلې چې دامریکې اؤ طالبانو ترمینځ یې دخبرو لړۍ پیل کړې


دپاکستان وزیراعظم عمران خان دعوه کړې ده چې پاکستان د امریکې اؤ طالبانو ترمینځ دخبرو لړۍ پیل کړې ده اؤ د زلمي خلیل زاد سره په قطر کې دطالبانو خبرې هم پاکستان کړي دي.

دجمعې په ورځ پېښور کې یوې دستورې ته خپله وینا کې ښاغلي خان ویلي “کله چې به ما په تیرو وختونو کې ویل چې دا ستونزه طالبانو سره له خبرو پرته نه هواریږي نو راته به طالبان خان نوم راکول کیدلو خو الله حق دی،اوس امریکه پاکستان څخه د ډو مور پځائ طالبانو سره خبرو کې مرسته غواړي اؤ په ۱۷مه نېټه هم پاکستان دامریکې اؤ طالبانو ترمینځ خبرې کړې دي”

عمران خان که هرڅو پخپله دغه وینا کې نه ده واضحه کړې چې دکومې میاشتې ۱۷مه نېټه یادوي خو دنومبر په ۱۷مه افغانستان کې دسولې دپاره دامریکې ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په قطر کې طالب مشرانو سره خبرې اترې کړې وې اؤ دواړو لوریو افغانستان کې سولې ته خوشبیني ښودلې وه.

هغه وویل که په افغانستان کې امن راغلو نو پېښور به ورسره په یو اقتصادي زون اؤ د سېلګرۍ په مرکز بدل شي ځکه چې د سي پیک له امله به دمرکزي اسیا پورې لاره په پېښور تیریږي.

دافغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ دسولې لړ کې د روانې میاشتې په پیل کې هم اسلام اباد ته سفر کړی ؤ. په دغه مهال هم په رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شوي وؤ چې دقطر څخه دطالبانو مشران هم اسلام اباد ته رسیدلي دي خو پاکستان اسلام اباد ته دطالبانو ورتګ څخه بې خبري ښودلې وه

ښاغلي عمران خان دستورې ته د وینا پرمهال اعلان کړی چې دپېښور بالاحصار قلعه به د سیلګرۍ دپاره پرانزي اؤ په دغه قلعه کې میشت دمیلشې ځواکونو ته به په بل ځائ کې زمکه ورکوي.

وزیراعظم د روانې میاشتې په دریمه نېټه خبریالانو ته ویلي وؤ چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې دیو لیک دلارې دافغان طالبانو سولې ته په اماده کولو کې مرسته غوښتې ده اؤ پاکستان به امریکا سره بشپړه مرسته کوي.

واشنګټن اؤ کابل د تیرو اوولسو کالو راهسې پرله پسې په اسلام اباد تورونه لګوي چې طالبان اؤ نورې ترهګرې ډلې یې پخپل لاس کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې ورانکاري کوي خوپاکستان دا تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې افغانستان کې د سولې اؤ امن پلوي دی.

په دې وروستیو کې چې امریکا اؤ افغان دولت طالبانو سره د سولې هڅې چټک کړي څيړونکي وایي پاکستان هم د سختو نړیوالو فشارونو لاندې راغلی ترڅو طالبان افغان دولت سره خبرو ته کښینوي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له وړاندې څخه واضحه کړې ده چې پاکستان اوس په طالبانو زیات رسوخ نه لري خو څیړونکي دعوه کوي چې پاکستان که اوس هم د زړه نه هڅې وکړي نو افغانستان کې سوله ټینګیدلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG