لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: پاکستان د جنسي برابرۍ په نړیوال فهرست کې له یمن وروسته تر ټولو پاتې دی


واشنګټن ډي سي ـــ د نړیوال اقتصادي فورم د جنسي برابرۍ په اړه د 2018م کال په یوه سروې رپوټ کې ویل شوي چې پاکستان ښځو ته د ژوند په بېلابېلو چارو کې د موقعو ورکولو په برخه کې له یمن وروسته تر ټولو وروسته پاتې هېواد دی.

د نړیوالې اقتصادي ادارې د رپوټ په اساس په 149 هېوادونو کې د جنسي برابرۍ کردار په څلورو برخو کې بیان کړل شوی دی، چې د تعلیم، روغتیا، سیاسي حق او اقتصادي واک برخې دي او آیس لېنډ په دې برخه کې سږ کال په لسم ځل هم په لومړي نمبر راغلی دی.

امریکه په دې سروې کې دوه ځایونه بایللي دي او په 51م نمبر راغلې ده. د رپوټ لیکواله سعدیه زاهدي وایي، د جنسي برابرۍ په برخه کې د امریکې د حیثیت د را ټیټېدلو وجه په سیاسي او اقتصادي برابرۍ کې کمزورې هڅې دي.

لیکواله وایي د اقتصادي شرکت په معامله کې د امریکې تر ټولو بدترین اړخ د ګټلیو پیسو تخمینه ده، چې وایي په دې برخه کې د ښځو ټولې ګټلې پیسې د سړیو د ګټلي آمدن د اوسط یا نیمایي برابر دی. دویم اړخ یې سیاسي واک دی، چې په دې برخه کې امریکا په ټوله نړۍ کې پر 98م نمبر راغلې ده.

په رپوټ کې د جنسي برابرۍ په معامله کې غربي یورپ په لوړه کچه بیان شوی دی، ورپسې قطبي امریکا، لاتیني امریکا، ختیځ یورپ، منځنۍ اېشیا، ختیځه اېشیا او د آرام سمندر یا بحرالکاهل د سیمې هېوادونه دي.

د رپوټ په اخر کې لیکل شوي دي چې د جنوبي اېشیا هېوادونه د جنسي برابرۍ په معامله کې تر ټولو په لاندې راتلونکو سیمو کې په دویم نمبر دي، خو په دې برخه کې د منځني ختیځ او شمالي افریقې سیمې په بدترین حالت کې دي.

د پاکستان په ګډون درې نور اسلامي هېوادونه ایران، شام، یمن او چاد افریقایي هېواد چې تر نیمایي زیاته برخه یې مسلمانان دي، تېر کال د دې لیسټ د پای په وروستیو هېوادونو کې وو، چې د جنسي برابرۍ په اساس ښځې پکې په تعلیم، روغتیا، سیاسي او اقتصاد کې وروسته پاتې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG