لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:په طالبانو زیات اثر نه لرو،افغان سوله کې به همکاري کوؤ


دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ښاغلي ډاکټر محمد فیصل هېله ښکاره کړې چې دسولې دروانو خبرو اترو دلارې به افغان شخړه په سوله ییز ډول هواره شي اؤ پاکستان به افغانستان کې دامن دټینګښت دپاره هر هغه کردار ادا کوي چې له وسه یې وي.

اسلام اباد کې د زیارت په ورځ مطبوعاتو ته د اوونیز احوال ورکولو په وخت خارجه ویاند ویلي “دطالبانو په اړوند مو مدام سپینه کړې ده چې زمونږ اثر پرې محدود دی خو افغانستان کې به دسولې هڅو کې تر خپله وسه ښه کردار ادا کوؤ”

واشنګټن اؤ کابل وخت په وخت پاکستان دطالبانو په ملاتړ تورنوي اؤ دریځ لري چې طالبان افغانستان کې دپاکستان په لمسه ورانکاري کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې د روانې ناامنۍ مسولیت دافغان دولت پغاړه دی.

دبهرنیو چارو ددفتر ویاند وویل دسولې په روانو هڅو کې چې پاکستان کوم کردار ادا کړی دی په هر لوري دهغې ستائنې کیږي اؤ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دکابل پخپل اوسني سفر کې افغان چارواکو ته دافغان شخړې هواري کې دخپل هر رقم مرستې باور ورکړی دی.

د ډاکټر فیصل وینا وه چې په کابل کې دپاکستان،افغانستان اؤ چین درې اړخیزه خبرې اترې په بریالۍ بڼه ترسره شوي اؤ دریواړو خواؤ افغانستان کې دامن د ټینګښت ترڅنګ دترهګرۍ په ضد په مبارزه یووالی ښودلی دی.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان روانه میاشت خبریالانو ته ویلي وؤ چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې دیو لیک دلارې غوښتنه کړې چې طالبان باید افغان دولت سره خبرو ته کښېنوي پاکستان به له خپله انده امریکې سره په دې لړ کې بشپړه مرسته کوي.

روانه اوونۍ عمران خان وویل چې په متحده عرب اماراتو کې دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ دخبرو تابیا پاکستان کړې ده او دهغه خواهش دی چې دا سولې دا هڅې باید بریالۍ شي.

دافغانستان دسولې دعالي شورا د دارالانشاء رئیس ښاغلي عمر داوزي هم پرون چهارشنبه یوې غونډې ته خپله وینا کې ویلي وؤ “دافغانستان په اړوند دپاکستان تګلاره کې بدلون لیدل شوی که علت یې دامریکا فشار وي اؤ که دافغان نسله وزیراعظم عمران خان اقتدار ته رسیدل”

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیل زاد د دوشنبې د ورځې راهسې په متحده عرب اماراتو کې دافغان سولې په اړوند دطالبانو،پاکستان اؤ افغانستان استازو سره درې ورځې پرله پسې ناستې کړې وې اؤ له دغو ناستو وروسته یې پرون دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر باجوه سره هم لیدلي وؤ.

دچهارشنبې په ورځ دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور په ټوئټر لیکلي وؤ چې جنرال باجوه امریکایي استازي ته باور ورکړی چې افغانستان کې به د سولې اؤ ثبات دپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG