لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په شمالي وزيرستان کې د پټرول پمپونو مالکانو کاربنديز کړی


په شمالي وزيرستان کې د تېلو (پټرول) پمپونو مالکانو کاربنديز کړی او وايي د ضرب عضب عملياتو په مهال په سیمه کې ۶۹ پټرول پمپونه په بشپړ ډول تباه شوي او ۵۶ کروړه روپۍ تاوان ورته اوختی دی.

د پمپونو د اتحاديې مشر رقيب ګل وايي حکومتي واکمن يې د تاوان په مرسته غور نه کوي ځکه دوي په کاربنديز کولو مجبوره شو.

په شمالي وزيرستان کې د کال ۲۰۱۴م په نيمايۍ کې ضرب عضب عمليات پېل شوي او د سیمې نه د لاکونو په شمېره کې خلکو کډې کړې وې.

ګل وايي ځايي انتظامیې ورسره دغه تاوان منلی او لوړ پوړو چارواکو ته يې د دوي سپارښتنه کړې چې د دې خلکو مالي مرسته وکړي.

هغه وويل د شمالي وزيرستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په مشرۍ دوي د فاټا سيکرټرېټ د چارواکو سره ليدلي خو د سيکرټرېټ چارواکو ورته په ځواب کې ویلي چې دوي په دغه اړوند څه مالومات نه لري.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دوي بيا اسلام اباد ته تللي او د سېفران کمېټۍ سره یې هم ليده کاته شوي خو د هغوي لخوا ورته هم کومه باوري ځواب نه دی ويل شوی.

هغه وايي دوي احتجاج ته اړ شو او پمپونه يې وتړل چې حکومتي واکمنو ته د دغه لارې خپل غږ ورسوي.

د يو پمپ مالک رفيع الدين وايي د هغه په کروړونو روپۍ تاوان شوی او پټرول پمپ يې په بشپړ ډول تباه شوی او بيا يې په خپله په قرضو پېسو بل پمپ جوړ کړی خو د کاروبار د نشتوالي له امله هغه د سختو ستونزو سره مخ دی.

هغه وويل پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ يې د تېلو ټېنکرو واله ته خبر ورکړی چې ګاډي شمالي وزيرستان ته نه بوځي.

هغه زياته کړه که په کاربنديز يې هم چا تپوس ونه کړه دوي به د احتجاج لړۍ اسلام اباد ته وغځوي.

خو د شمالي وزيرستان انتظاميه وايي چې د دوي په تاوان يې لوړ پوړي چارواکي خبر کړي او په خپله دومره فنډ نه لري چې د خلکو تاوان يا مرسته وکړي.

يو لوړ پوړي انتظامي چارواکي د نوم نه ښکاره په شرط ويلي، د حکومت لخوا دوي ته داسې کومه پاليسي نه ده ورکړی شوې چې د پټرول پمپونو مالکانو ته تاوان يا معاوضه ورکړي.

په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملياتو په مهال د زرګونو په شمېره کې کورونه او دوکانونه هم ويجاړ شوي وو.

د قبايلي سیمې دپاره د افتونو په مهال د انتظام ادارې (اېف ډي اېم ای) ترمخه په ټوله قبايلي سيمه کې ۸۳ زره کورونه وران شوي چې پکې يواځې په جنوبي وزيرستان کې د ۵۰ زره کورونو ورانېدو ويل شوي وو.

د چارواکو په وېنا د زياتره ورانو شوؤ زياتره کورونو سروی شوې او چارواکي ادعا کوي چې نزدې د ۳۰ کورونو بيا جوړولو دپاره خلکو ته مالي مرستې ورکړی شوي دي.

چارواکي وايي د يو بشپړ وران کور دپاره څلور لاکه روپۍ او د نيم ويجاړ دپاره يو لاک شپېته زره روپۍ ورکولی شي خو د سيمې خلک دا ګيله هم کوي چې په دغو پېسو د دوي کورونه نه جوړيږي دا مرستې ډېرې کمې دي.

ځايي انتظاميه وايي په شمالي وزيرستان کې د ورانو شوؤ کورونو سروی دوام لري.

د ضرب عضب عملياتو په مهال د شمالي وزیرستان د ميرعلي او ميران شاه پوره بازارونه په بشپړ ډول وران شوي او د دغو سيمو دوکاندارانو بيا سږ کال په اسلام اباد کې احتجاج کړی او د دوي په وېنا حکومت او پوځ ورته د مالي مرستو ورکولو ژمنه کړې وه.

د پاکستان پوځ بيا په ميرعلي او میرانشاه کې نزدې درې زره دوکانونه جوړ کړي او د علاقې خلکو ته یې ورکړي دي او دغه دوکانونه د سیمې قومونو ته ورسپارل شوي او هغوي په خپل حساب وېشلې دي.

XS
SM
MD
LG