لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:دعافیه بدل کې دشکیل اپریدي امریکا ته دسپارلو ګنګوسې عبث دي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي امریکې دطالبانو په غوښتنه څه طالبان مشران خوشې کړي دي خو امریکا کې د بندي پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي په بدله کې امریکا ته د ډاکټر شکیل اپریدي د سپارلو ګنګوسې بې اساسه دي.

تیره ورځ ملتان کې خبریالانو ته د بهرنیو چارو وزیر ویلي دافغان ستونزې په هواري کې چې کوم پرمختګ شوی هغه د ستائنې وړ دی اؤ په دې لړ کې هغه د افغان ولسمشر اشرف غني اؤ نورو لوړ پوړو افغان چارو سره هم لیدنې کړي دي.

هغه وویل افغان چارواکو سره ددې لیدنو موخه یې افغانستان کې د سولې اؤ امن ټینګښت ؤ خو پرېکړه به افغان اولس ته خپلو کې په ناسته کول وي.

هغه وویل د اماراتو په ناستو کې دافغان شخړې دهواري خبرې پرمخ تللي دي او مونږ هیله لرو چې دا خبرې باید نورې هم پرمخ ولاړې شي ترڅو سیمه اؤ افغانستان کې امن اؤ ثبات ټینګ شي.

دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا افغانستان څخه د خپلو ګڼ شمیر ځواکونو د را ویستلو دپرېکړې په اړوند ښاغلي شاه محمود قریشي وویل “دا د صدر ټرمپ د تګلارې یوه برخه وه اؤ طالبانو هم خواهش لرلو چې افغانستان څخه دې د امریکایي ځواکونو د وتلو څه اشاره وکړل شي”

تیره اوونۍ په متحده عرب اماراتو کې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمینځ د ترسره شوؤ خبرو نه وروسته په رسنیو کې داسې دعوې مخې ته راغلي چې په افغانستان کې بندي دطالبانو اؤ حقاني ډلې څو مهم مشران د طالبانو په غوښتنه امریکا خوشي کړي دي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تیره اوونۍ یوه اعلامیه کې ویلي وو چې طالبانو داماراتو خبرو کې امریکایي استازي سره دخپلو بندیانو په پرېښودلو اؤ افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې کړي دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر وویل پاکستان مدام دافغانستان دننه دامن پلوي پاتې شوی اؤ‌ په راتلونکي کې به هم افغان امن دپاره خپل غوره رول ترسره کوي.

پاکستاني چارواکي مدام دعوې کوي چې افغانستان کې امن اؤ‌سوله غواړي خو افغان ولسمشر اشرف غني اؤ نور لوړپوړي دولتي چارواکي ددې دعوؤ برعکس په پاکستان تورونه لګوي چې طالبان یې پخپل لاس کې نیولي اؤ‌ په افغانستان یې نا اعلانه جګړه تپلې ده.

خو په دې وروستیو کې چې افغانستان کې دسولې هڅې پیل شوي‌ افغانستان وایي اوس افغان چارواکي وایي چې دپاکستان افغان پالیسۍ کې بدلون لیدل شوی .

دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي دامریکا صدر ډانلډ پرمپ ترې د یو لیک دلارې غوښتنه کړې چې دافغان کشالې په هواري کې مرسته وکړي اؤ هغه له خپل لوري امریکا اؤ‌افغان دولت ته د کلکې مرستې باور ورکړی.

افغان سولې ته د ملاتړ برابرؤلو په چارو کې دافغان ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي عمر داوزي تیره اوونۍ خبریالانو ته ویلي چې دپاکستان افغان پالیسۍ کې بدلون لیدل شوی که ددې علت دامریکا فشار وي اؤ که په دغه هیواد کې دنوي حکومت رامینځته کیدل.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG