لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف ته دغبن یوه بله مقدمه کې د اوو کالو دبند سزا وارورل شوه


دپاکستان داحتساب عدالت ددغه هیواد پخواني وزیراعظم میا نوازشریف ته د العزیزیه اسټیل ملز په نوم دغبن په یوه بله مقدمه کې د اووه کالو دبند اؤ یو نیم ارب روپو دجرمانې سزا اورولې ده.

خو محکمې د” فلیګ شپ انویسټمنټ” په نوم یوه بله مقدمه کې هغه بېګناه ګرځولی اؤ بخښلی یې دی.

داحتساب محکمې جج ارشد ملک د دوشنبې په ورځ وړاندې نه دخوندې کړې پرېکړې اورولو په مهال ویلي چې فلیګ شپ ریفرنس کې په نوازشریف مقدمه نه جوړیږي ځکه نو هغه بري کولی شي.

د محکمې لخوا د نوازشریف ته د بند د پرېکړې اورول کیدلو وروسته امنیتي ځواکونو هغه پخپله ولکه کې اخستی اؤ ویل کیږي چې زندان ته یې بوځي.

نوازشریف ته د محکمې نه دسزا اورول کیدلو په وخت سخت امنیتي ګامونه اخستل شوي وؤ اؤ داحتساب عدالت نه چاپیره په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه ځائ پرځائ کړل شوؤ وؤ.

کله چې محکمې نوازشریف ته سزا واوروله نو د مسلم لیګ نواز ګوند فعالینو اؤ مشرانو د نوازشریف په حق کې نعرې وهلې اؤ دمحکمې په دغه پرېکړه یې نیوکې کولې.

دپاکستان سترې محکمې تیرکال په ۲۸م جولايي د پاناما په نوم دوسیه کې دهغه وخت وزیراعظم نوازشریف نااهله ګرځولی ؤ اؤ نیب ته یې د هغه دکورنۍ په ضد د پلټنو امر کړی ؤ.

په نوازشریف اؤ دهغه په کورنۍ څه تورونه دي؟

په اتم ستمبرکال۲۰۱۷م کې نیب دنوازشریف اؤ دهغه د اولاد خلاف د العزیزیه اسټیل ملز،فلیګ شپ انویسټمنټ اؤ ایون فیلډ په نوم مقدمې احتساب محکمه کې جمع کړې وې.

داحتساب محکمې د ایون فیلډ‌ په نوم د مقدمې پرېکړه وړاندې نه اورولې چې پکې نوازشریف ته دلسو،دهغه لور مریم نواز ته د اوو اؤ زوم کیپټن صفدر ته د یو کال بند سزا اورول شوې وه خو وروسته د اسلام اباد هائیکورټ د احتساب محکمې دغه پرېکړه ځنډولې وه.

دپاکستان داحتساب محکمې یا نیب په نواز شریف تور لګولی چې کله هغه د پنجاب صوبې وزیراعلی اؤ وروسته وزیراعظم ؤ نو د خپلو دوؤ زامنو حسن اؤ حسین په نوم یې بی نومه جائیدادونه اخستي وؤ .

خو دنوازشریف کورنۍ دریځ لري چې العزیزیه اسټیل ملز یې د قطري سرمایه کارۍ په پیسو اخستی اؤ حسن نواز ته کاروبار دپاره پیسې هم دقطر یو سرمایه کار ورکړې وې چې هم په دغو پیسو یې فلیګ شپ کمپني جوړه کړې وه

دنوازشریف دګوند مشران څه وایي

پخواني وزیراعظم نوازشریف ته داحتساب محکمې لخوا په اورؤل شوې سزا دهغه دګوند مشرانو اؤ فعالینو سختې نیوکې کړي اؤ دایې سیاسي انتقام ګرځولی دی.

د نوازشریف لور مریم نواز په ټوئټر لیکلي ، دا فیصلې به انشاء الله ختمیږي،څه چې به پاتې کیږي هغه به د نوازشریف رېښتونولي اؤ په مخالفینو دظلم بار وي چې هغوئ به یې لټوي.

هغې لیکلي دا حکومت ،طاقت اؤ واک خو وي دختمیدلو دپاره ،په یاد ولرئ ظلم چې هرکله له حده واوړي نو ورک شي

د مسلم لیګ نواز ډلې یو بل مشر اؤ پخواني مرکزي وزیر احسن اقبال لیکلي د شریف کورنۍ لندن کې دوه فلیټونه حرام اؤ د پي‌ ټي ايي د مشرانو اؤ وزیرانو پینځه،پینځه فلیټونه حلال دي؟

هغه ویلي دپخواني پوځي امر پرویز مشرف واکمنۍ کې نهه کاله دنوازشریف احتساب شوی ؤ اؤ دوه کالو نه یې پاناما قضیه کې سخت احتساب روان دی خو په هغه تر اوسه د یوې پیسې غبن هم نه دی ثابت شوی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG