لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:د ټولو هاغو هڅو ملاتړ کوؤ چې بین الافغاني خبرو ته لاره هواروي


دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دایران دملي امنیت سلاکار علي شمخانی سره دلیدنې پرمهال ویلي په افغانستان کې سوله دسیمې دامنیت کیلی ده.

اشرف غني ویلي افغان حکومت د دایمي او باعزته سولې په برخه کې دهر هغه اقدام ملاتړ کوي چې له امله یې بین الافغاني خبرو اترو ته لاره برابریږي.

دارګ په بیان کې ویل شوي چې ولمسشر محمد اشرف غني او د ایران دملی امنیت سلاکار علي شمخاني سره دلیدو پرمهال دواړو مشرانو دایران او افغانستان ترمنځ داړیکو په پراختیا ،دافغانانو په مشرۍ دسولې په پروسه کې دسیمه ییزې اجماع په اهمیت او دترهګرۍ پرضد دګډې مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.

دایران دملي منیت سلاکار دچهارشنبې په ورځ‌ په د اسې حال کې کابل ته پخپل یو ورځني سفر کې دافغان حکومت مشرانو سره لیدلي چې ایراني رسنیو په دې وروستیو کې ویلي چې دایران چاروکو له طالبانو سره دافغان سولې په تړاو خبرې کړي دي او یاده موضوع یې هم له افغان چارواکو سره شریکه کړې ده.

په اماراتو کې دافغان سولې لپاره امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ دخبرو اترو وروسته دامهال دافغانستان دسولې پروسې د چټکتیا لپاره ګاونډیو هیوادونو خپلې هڅې زیاتې کړي دي.

دسولې په پروسه کې دسیمه ییزې اجماع د رامنځته کیدو لپاره دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی افغانستان او چین ته له سفر کولو وروسته تیره ورځ د روسیې له چارواکو سره بحث او خبرې کړې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG