لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د افغانستان سره په پوله د سیمو د ازغن تارلګولو لومړی پړاؤ بشپړ کړی شوی


پاکستاني چارواکو ویلي، د افغانستان سره په پوله (ډېورنډ کرښه) باندې يې د سيمو د ازغن تار لګولو لومړی پړاؤ بشپړ کړی او نور به په راتلونکو دوه کلونو کې پوره کړي.

د پاکستان حکومتي خبري ادارې (ای پي پي) په پوله د سيمو د ازغن تار لګوؤنکي يو چارواکي له قوله ویلي، په پوله د سيمو د ازغن تار لګول په درې پړاؤنو کې وېشل شوي چې پکې د روان کال ۲۰۱۸م پورې ټاکل شوی په ۵۳۹ کلوميټره پوله باندې تار لګول بشپړ کړل شوي دي.

چارواکي ویلي په ۱۴۰۳ کلوميټره پوله چې د خېبرپښتونخوا سره لګېدلې، باندې ۲۳۳ پوستې جوړې کړی شوي او په ۱۴۰ نورو باندې کار دوام لري.

ويل شوي دوه نور پړاؤنه به په راتلونکو دوه کالونو کې پوره کړی شي چې پکې په ۳۷۹ کلوميټره او ۴۸۵ کلوميټره اوږد ازغن تار لګولو ته لومړيتوب ورکولی شي.

د خبري ادارې د راپور ترمخه د افغانستان سره په ۲۶۱۱ کلوميټره اوږده پوله باندې د سيمو د ازغن تار لګولو کار په ۲۷م فرورۍ ۲۰۱۷م کې پېل کړی شوی ؤ.

پاکستان وايي په پوله د سیمو ازغن تار د ترهګرو او قاچاقبر د مخې نيولو په موخه لګوي. خو افغانستان په رسمي ډول د ډېورنډ کرښه نه مني.

پاکستاني چارواکو ويلي په پوله پاکستان لوري ته ۱۱ فټه او افغانستان لوري ته ۱۳ فټه لوړ د سیمو دوه ديوالونه جوړول کيږي او په مينځ کې يې شپږ فټه ازغن تار اچولی شي.

د دې ترڅنګ ويل شوي په پوله به د څار دپاره کېمرې لګول کيږي او د ډرون کېمرو د لارې به هم څارنه کولی شي.

ويل شوي په ۲۰۱۷م کې په پوله د انتظام د ګامونو اخيستو وروسته د تورخم په پوله بې د قانوني اسنادو تګ راتګ هم ودرول شوی دی.

او د کال ۲۰۱۷م څخه ويل شوي چې په پوله په غېر قانونه توګه اوړېدونکي ۱۹۰۰ افغانان نيول شوي او بيرته لېږل شوي دي دغه ډول ۶۰۰ پاکستاني افغانستان ته د اوړېدو څخه ودرول شوي دي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د تورخم په پوله د ورځې په سر ۱۲۰۰۰ کسان اوړي راوړي او د دې سره د سوداګرۍ د سامانونو ۱۲۰۰ ټرکونه هم تګ راتګ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG