لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:د صدر ټرمپ په غوښتنه مو دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ سوله کې همکاري پیل کړې


دپاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند ښاغلي ډاکټر محمد فیصل ویلي پاکستان دامریکا دصدر ډانلډ ټرمپ په غوښتنه دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ دسولې خبرو کې همکاري پیل کړې ده اؤ دپاکستان په اړوند د صدر ټرمپ اوسنۍ څرګندونې دستائیلو دي.

تیره ورځ امریکایي صدر ټرمپ خبریالانو ته ویلي وؤ چې پاکستان سره اړیکې ښې کول اؤ دپاکستان نوي مشرتابه سره لیدل غواړي خو دغه لیدنه به په پاکستان ترهګرو ته د پناه ورکولو په تورونو له خبرو کولو پرته نه وي .

تر دې وړاندې دتیرکال په پیل صدر ټرمپ پخپل یو ټوئټ کې په پاکستان سختې نیوکې کړې وې چې امریکا څخه یې په فریب ۳۳ اربه ډالر اخستي اؤ پخپله خاوره یې هاغو ترهګرو ته پناه ورکړې چې امریکا یې په ضد په جګړه بوخته ده.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند د زیارت په ورځ خبریالانو ته ویلي “د صدر ټرمپ تازه څرګندونې دهغه د پروسکني ټوئټ سره ډیر ټوپیر لري اؤ پاکستان د ټرمپ ددې بیان هرکلی کوي”

هغه وویل دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر د سوله ییز ګاونډیتوب دتګلارې په اساس نزدې ورځو کې دګاونډیو هیوادونو سفر کړی اؤ افغانستان کې دسولې په روانو هڅو یې ددغو ګاونډیو هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړی دی.

هغه وویل ګاونډیو هیوادونو افغانستان کې د سولې روانو هڅو کې دپاکستان کردار ستائیلی دی اؤ دپاکستان ددې وړاندیز ملاتړ یې هم کړی دی چې افغان خواوې باید خپلو کې اړیکې پراخه کړي .

پاکستان ته په مشروط ډول د اسرائیلي وګړو د راتګ په اړوند دخپرو شوؤ راپورونو ځواب کې ښاغلي فیصل وویل “ پاکستان اسرائیل نه تسلیموي خو په دې هکله دکوم لسټ خبره کیږي دهغې ځواب ورکول د کورنیو چارو د وزارت دنده ده”

دپاکستان وزیراعظم عمران خان تیره میاشت خبریالانو ته ویلي وؤ چې امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ ترې دیو لیک دلارې غوښتي چې طالبان باید افغان دولت سره خبرو ته کښېنوي اؤ پاکستان به دافغان سولې په لړ کې امریکا اؤ افغان دولت سره بشپړه همکاري کوي.

دعمران خان له دغو څرګندونو نه وروسته افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دوه کرته مخ په مخ په قطر اؤ متحده عرب اماراتو کې دطالبانو استازو سره ولیدل اؤ هغوئ یې افغانستان کې سولې ته تشویق کړل.

خو طالبان وایي ترهغې به افغان دولت سره مخ پر مخ خبرو ته نه کښیني ترڅو چې افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه وتلي نه وي.

په افغانستان کې دناټو اؤ امریکایي ځواکونو کمانډر جنرال مېلر تیره اوونۍ پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې افغانستان کې ترڅو بشپړه سوله نه وي راغلي تر هغې به افغانستان کې روانې جګړې ته دوام ورکولی شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG