دپاکستان دپښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان د افغان سولې خبرو څخه دافغان دولت په بهر پاتې کیدلو اندېښنې ښودلي اؤ ټینګار یې کړی چې دافغان کشالې هواری باید دبهرنیو قوتونو پځائ دافغانستان ټولې خواوې خپلو کې دخبرو اترو دلارې راوباسي.
د زیارت په ورځ پېښور کې خبریالانو ته اسفندیار ولي خان ویلي “دپاکستان پارلیمان یو قراداد منظور کړی ؤ چې دافغانستان هغه مذاکرات به منو چې مشري اؤ ملکیت یې افغانانو په لاس کې وي خو دلته اوس خبره دا ورانه شوه چې امریکا هم په خبرو کې ناسته ده،روس،پاکستان اؤ طالب هم پکې ناست دی خو دافغانستان د حکومت استازیتوب پکې نشته”
“ چې په یوه جرګه کې زه حصه دار نه یم نو سبا به دهغې جرګې فیصلې ولې منم”
هغه د افغانستان د سولې روانې هڅې د ډرامې په نوم یادې کړې اؤ وئ ویل امریکې خو اوس د خپلو ناکامیو پټولو دپاره دا ټوله ډرامه جوړه کړې ده په دې یې پرواه نشته چې ددې ډرامې په نتیجه کې به بیا په زرګونو نور پښتانه وژل کیږي؟
“ځه نن خو طالب سره ده روغه وکړه ،اوس افغانستان ته یو نوی قوت هم راننوتلی دی چې ځانته داعش وایي، سبا به بیا دا طالب پریږدي اؤ دداعش سره به روغه کوؤ اؤ چې هغه روغه کوؤ نو دهغې په نتیجه کې به بیا مونږ په زرګونو پښتانه وژل کیږو”
هغه وویل غوښتنه یې داده چې دا ټوله ستونزه باید په یو ځائ راټوله کړل شي اؤ دافغانستان ټولې خواوې دې دسولې په دې عمل کې برخه ولري اؤ هره خوا دې پکې خپل خپل مسولیتونه واخلي
کله چې اسفندیار ولي خان ته خبریالانو وویل دافغانستان دسولې عالي شورا هیله ښودلې ده چې د خبرو راتلونکي پړاؤ کې به افغان دولت برخه لري نو هغه وویل “ددې نه خو به بله دخوشحالۍ خبره نه وي ،زمونږ خو یوازینۍ نیوکه هم په دې خبره ده چې افغانستان دې په خبرو کې شامل وي”
اسفندیار ولي خان نه چې کله پوښتنه وشوه چې دپاکستان پښتانه سیاستمداران دافغان کشالې هواري کې څه رول لوبولی شي؟ هغه وویل “تیره ورځ افتاب احمدخان شیرپاؤ ویلي چې زمونږ د پښتنو خپلې ځینې ځانګړې ستونزې دي اؤ پکار ده چې پښتون قیادت په دغو ستونزو رایو ځائ شي اؤ مونږ نن په دې خبره بحث وکړو ، افتاب خان ته وایو چې کله وایی اؤ کوم ځائ وایي مونږ درتللو ته تیار یو”
ددغه پریس کانفرنس په مهال اسفندیار ولي خان غوښتنه وکړه چې تیره میاشت د پښتونخوا کوم پولیس افسر طاهر داوړ نامعلومو خلکو تښتولی اؤ بیا یې وژلی باید ریاست هغه قاتلان په ډاګه کړي.
هغه وویل پرون د نقیب مسید قاتل پرېښودل شو نن که دطاهر داوړ قاتلان هم پرېښودل شي نو همداسې به یو یو پښتون وژل کیږي اؤ قاتلان به یې سرې سترګې ګرځي