لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سپريم کورټ د راؤ انوار نوم د اي سي اېل څخه ويستلو خواست رد کړی


سپريم کورټ د نقيب مسيد په وژنه تورن راؤ انوار خواست رد کړی په کوم کې چې د هغه نوم د سفري بندېزونو د فهرست (اي سي اېل څخه) ويستلو خواست شوی ؤ.

په اي سي اېل (اېګزټ کنټرول لسټ) کې شامل کسان د ملک څخه بهر سفر نه شي کولی.

د ځايي ميډیا ترمخه د سپريم کورټ د چيف جسټس ميا ثاقب نثار په مشرۍ درې کسيزه بنچ د راؤ انوار د اي سي اېل څخه د نوم ويستو په خواست نن د زیارت، پنجشنبې په ورځ اورېدنه کړې ده.

چيف جسټس ویلي، راؤ انوار يو ځوان هلک وژلی دی، او عدالت خبر دی چې هغه بيا څنګه نيول شوی ؤ.

چيف جسټس پوښتنه کړې چې راؤ انوار په مقدمه کې څنګه بري شوی دی؟ د انوار وکیل ويلي هغه بري شوی نه دی په ضمانت خوشی کړی شوی دی.

وکيل ویلي د هغه بچي د ملک نه بهر دي. چيف جسټس ويلي د هغه بچي دې هم ملک ته راشي او که راؤ انوار د ملک څخه د بهر تلو خبره کوي پاسپورټ دې ترې واخيستل شي.

د کراچۍ پولیسو پخواني افسر راؤ انوار د دسمبر په وروستيو کې سپريم کورټ ته خواست کړی چې نوم دې يې د سفري بندېزونو د فهرست څخه بهر کړي.

د راپورونو ترمخه راؤ انوار څو ورځې وړاندې د پوليس محکمې نه ريټايرډ شوی هم دی.

په راؤ انوار تور دی چې تېر کال يې د جنورۍ په ۱۳م نېټه د کراچۍ په شاه لطيف ټاؤن سيمه کې نقيب مسید او د هغه سره درې نور کسان په جعلي مقابله کې وژلي وو.

راؤ انوار چې هغه وخت د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر ؤ، ويلي يې ؤ په مقابله کې يې ترهګر وژلي دي.

په راؤ انوار د نقيب مسيد د وژنې نه علاوه د ۴۰۰ کسانو د وژنې تورونه دي.

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي نقيب مسيد پلار محمدخان بيا د راؤ انوار او هغه سره پوليس ډله باندې مقدمه درج کړې خو راؤ انوار پټ شوی ؤ.

تورن پوليس افسر بيا د مارچ په مياشت کې سپريم کورټ ته حاضر شوی خو د جولايۍ په مياشت کې د کراچۍ د ترهګرۍ د مخنيوي يو عدالت هغه ته په ضمانت د خوشي کېدو منظوري ورکړې وه.

د نقيب کورنۍ په ياد عدالت تورونه لګولي چې د تعصب په اساس يې راؤ انوار ته ضمانت ورکړی.

پښتون ژغورنې غورځنګ په ۱۳م جنورۍ د نقيب مسيد د لومړي تلين نمانځلو اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG