لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنقیب مسید د وژنې کال پوره شو،خو قاتلان یې لا دسزا بچ دي


تیرکال په ۱۳م جنورۍ کراچۍ کې دپولیسو لخوا په یوه جعلي مقدمه کې د وژل شوي پښتون نقیب الله مسید لمړی تلین سبا(اتوار) په داسې حال کې نمانځل کیږي چې دهغه په وژنه د تورنو پولیسو دنیول کیدلو باوجود محکمې هغوئ ته سزاګانې نه دي ورکړي.

دنقیب الله مسید دتلین په مناسبت دخیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې دپښتون ژغورنې غورځنګ لخوا داتوار په سحر دیوې لویې جلسې تابیا شوې ده اؤ ددغه غورځنګ مشران وایي چې جلسه کې دګډون دپاره دګرد پاکستان څخه په زرګونو پښتانه ټانک سیمې ته ور رسیدلي دي.

دنقیب الله مسید د تلین نه یوازې څو ورځې وړاندې دهغه د وژنې مرکزي کردار پخواني پولیس افسر راؤ انوار دسترې محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې باید هغه ته هیواد نه د وتلو اجازه ورکړل شي خو محکمې هغه ته دغه اجازه نه ده ورکړې.

نقیب الله مسید د 2017م کال د جنورۍ په لومړیو ورځو کې په کراچۍ کې له خپله کوره بې درکه شوی وو او د دې میاشتې په 13مه نېټه یې مړی وموندل شو. پولیس افسر راو انوار تور لګولی وو چې هغه د طالبانو ملګری وو او د پولیسو په یوه مقابله کې یې وژلی دی.

خو وروسته د پلټنو نه ثابته شوه چې نقیب الله یو بېګناه تن ؤ چې خپله مزدوري یې کوله اؤ دترهګرو سره یې هیڅ رقم اړیکه نه لرله.

دسپریم کورټ دمشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار لخوا ددغه پېښې د خپله انده له نوټس اخستل کیدلو وروسته لمړی راؤ انوار اؤ دهغه په وژنه تورن نور پولیس پټ‌ شول خو کله چې په سوشل میډیا اؤ ګرده نړۍ کې ددغه پېښې په ضد پښتنو سخت احتجاجونه وکړل نو هغوئ ځانونه قانون ته وسپارل.

راو انوار ته د نقیب مسید د وژنې په تور مقدمه کې په تېره جولای میاشت کې ضمانت ورکړل شوی او له زندانه خوشي شوی دی، خو د نقیب مسید کورنۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ پرله پسې د هغه د نیولو او سزا کېدلو غوښتنه کوي.

دپښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتین درې ورځې وړاندې پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي وؤ چې په ټانک کې د نقیب مسید د تلین په اړوند جوړیدونکې جلسه کې به یو ځل بیا خپلې غوښتنې تکراروي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ لومړۍ غوښتنه پولیس افسر راو انوار ته د عدالت له خوا سزا اورول دي، چې د سیندهـ صوبې دپولیسو پلټونکې ډلې د نقیب مسید په وژنه کې مجرم پېژندلی،

منظور پشتین د پاکستان ریاست ته په اشارې سره لیکلي وؤ "تاسو چې د راو انوار د خلاصولو کوشش وکړ موږ ته معلومه شوه چې څوک هم د پښتنو قاتل دی ریاست په هغو مهربان دی، هغه که د احسان الله احسان په شکل طالبان وي او که د راو انوار په شکل پولیس افسران وي"

منظور پشتین وایي "په ټانک کې به په سیمه ییزو مسئلو هم خبرې کوو، د ښخو ماینونو او د جبري بې درکه خلکو په اړه به هم خبرې کېږي"

د نقیب مسید پلار ملک محمد خان تیره ه میاشت وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ "د انصاف تمه يې د جج (د سترې محکمې مشر قاضي)، د جنرال قمرجاوېد باجوه، د مقدمې د وکيل او خپل (پښتون) قام نه ده" چې د کړو وعده ترمخه به ورته انصاف ورکړي.

هغه ویلي وؤ دپوځ سرلښکر ورسره ژمنه کړې چې دنقیب مسید د وینو سره به انصاف کیږي اؤ اوس ددغه انصاف انتظار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG