لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې په لانجمنو پرېکړو یاد مشرقاضي ثاقب نثار نن له خپلې دندې رخصتیږي


ښاغلی ثاقب نثار چې د یو عام وکیل په توګه یې دقانون څانګه کې خدمات ترسره کول پیل کړي وؤ په ۳۱ دسمبر کال۲۰۱۶م کې دپاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ټاکل شوی.

په پاکستان کې په مهمو خو ځېنو ښو اؤ ځېنو بدو پرېکړو یاد د سترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار نن خپله دقاضي توب دنده سرته رسوي اؤ د زیارت په ورځ ورته د دمحکمې دنورو قاضیانو اؤ قانوندانانو لخوا دیوې لویې دستورې په ترڅ کې په مخه ښه ویل شوي دي.

ښاغلی ثاقب نثار چې د یو عام وکیل په توګه یې دقانون څانګه کې خدمات ترسره کول پیل کړي وؤ په ۳۱ دسمبر کال۲۰۱۶م کې دپاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ټاکل شوی.

دسپریم کورټ دمشرقاضي په توګه له ټاکل کیدلو راپدیخوا هغه ځېنې داسې مهمې اؤ دکرکیچ ډکې دوسیې فیصله کړې وې چې ستائنې اؤ غندنې یې یو شان کیدلی.

په پاکستان کې دیو شمیر سیاستدانانو لخوا هغه په سیاسي اؤ دولتي چارو کې په لاس وهنه تورن کړل شوی ؤ اؤ ددې ترڅنګ په دې موده کې دمخالفو سیاستمدارانو لخوا دپوځ دملاتړ لرلو تورونه هم ورباندې د اشارو په ژبه کې لګول کیدل.

خو مشرقاضي ثاقب نثار دغه ټول تورونه په کلکه ردول اؤ دریځ یې لرلو چې هغه یوازې دپاکستان دائین وفادار دی اؤ په بې پلوه ډول خپله ورسپارل شوې دنده پر مخ وړي.

دقاضي ثاقب نثار په مشرۍ دثاقب نثار مهشورې پرېکړې

په ۲۸ جولایي کال ۲۰۱۷م کې یې دهیواد وزیراعظم نوازشریف په پاناما قضیه کې نا اهله وګرځولو اؤ دغسې هغه دخپل اقتدار نه لاس ووینځل.

په۱۵م دسمبرکال۲۰۱۷م کې سترې مکحمې دهیواد نه بهر دفلیټونو لرلو په دوسیه کې عمران خان اهل اؤ دهغه دګوند یو بل مهم مشر جهانګیر ترین نااهله وګرځولو.

دمسلم لیګ نواز ډلې یو سینیټر یې د عدالت په پرېکړو دنیوکو له امله د محکمې په سپکاوي تورن کړو اؤ دیوې میاشتې دبندي کولو ترڅنګ یې ورته د پینځوؤ کالو دپاره د نااهلۍ سزا اورولې وه چې له دې امله دغه سنیټير هم په سینیټ کې خپله څوکۍ بائیللی وه.

په۲۱مه فرورۍ کال۲۹۱۸م کې سترې محکمې د انتخابي اصلاحاتو په یوه دوسیه کې دخپل ګوند د مشرۍ یا صدارت کولو دپاره نااهله ګرځولی ؤ.

په ۱۹مه جنورۍ کال ۲۰۱۸م کې په کراچۍ کې دپولیسو په یوه جعلي مقابله کې د نقیب مسید د وژل کیدلو له خپله انده نوټس اخستی ؤ.

په ۱۲م مارچ۲۰۱۸م کې یې په هاغو اشتهاراتو بندیز ولګولو چې دکوم سیاسي شخصیت انځور پرې نقش وي.

په ۱۹م اپریل۲۰۱۸م یې دهاغوټولو سیاسي اؤ غیر سیاسي شخصیاتو نه د امنیتي ساتونکو دبیرته اخستلو امر وکړو چې وړتیا یې نه لري.

په۱۱جون کال۲۰۱۸م کې یې په موبائیل کارډونو داخستل کیدونکو ۴۰فیصده ټېکسونو دځنډولو امر کړی ؤ.

په شپږم جولایي کال۲۰۱۸م یې د بهاشا اؤ مهمند په نوم د اوبو دبندونو جوړولو امر کړی یې اؤ دې دپاره یې دمرستو یو صندوق هم پرانستې ؤ.

په پینځم اکتوبر کال۲۰۱۸م یې دپېښور په ارمي پبلک سکول دشوي ترهګریز برید دپلټنو دپاره د پلټنو دیو کمیشن جوؤولو امر کړی ؤ.

په ۳۱م اکتوبر کال ۲۰۱۸م یې تر ټولو مهمه پرېکړه د مذهب دسپکاوي په تور د بندي عیسوي میرمنې اسیه بي بي د خوشې کولو کړې وه چې ګرد هیواد کې ددغه پرېکړې په ضد قهریدلې مظاهرې شوې وې.

مشر قاضي ثاقب نثار په زیاتره پېښو له خپله انده نوټسونه اخستل چې په دې عمل دسخت سیاسي غبرګون سره مخ پاتې ؤ اؤ دې عمل ته دولتي چارو کې دلاسوهنې نوم ورکړل کیدلو.

XS
SM
MD
LG