لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ: خېسور ته د انصاف غوښتو دپاره لاريون کوو


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټې اېم) مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي د شمالي وزیرستان خېسور ته احتجاجي لاریون کوي او د حيات خان د ماشوم د کورنۍ سره د کېدونکي زیاتي پوښتنه کوي.

حيات خان ماشوم د شمالي وزيرستان د ميرعلي تحصيل د خېسور کلي اوسېدونکی دی او دغه تنکی ماشوم په يوه ويډيو کې وايي پلار او ورور يې پوځيانو نيولی او اوس پوځيان د هغو کور ته بې د اجازته ننوځي د کور ستر پرده يې ورله ماته کړې ده.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين د دغه ويډيو مخې ته راتلو وروسته پرون د خالي، شنبې په ورځ اعلان کړی چې د دې پېښې پرضد به نن د اتوار، يکشنبې په ورځ د بنو ښار څخه شمالي وزيرستان ته احتجاجي لاريون کوي.

د محسن داوړ او منظور پشتين په مشرۍ کې دغه لاريون روان شوی چې پکې په ګڼ شمېر کې خلک او ګاډي شامل دي.

داوړ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل،"خېسور ته ځو د پېښې جايزه اخلو هلته به د مقامي خلکو سره جرګه کوو او دا غوښتنه به کوو چې د حیات خان پلار او ورور چې بې درکه دي قانون ته دې مخامخ کړی شي".

هغه وويل د تېر اګست په میاشت کې د ميران شاه د احتجاجي مظاهرې په مهال حکومت د دوي سره ژمنه کړې وه چې پوځي سرتيري به د چا کور ته بې د اجازته نه ورننوځي او د دې ترڅنګ به د دوي سره ځايي مشران او محرران هم موجود وي.

هغه زیاته کړه د خېسور د پېښې د جاج اخيستو وروسته به هلته د راتلونکې دپاره تګلاره اعلانوي او دا غوښتنه به کوي چې د دې پېښې بې طرفه پلټنې دې وشي.

د يوت اف وزيرستان نومې سازمان مشر نوراسلام داوړ چې د حیات خان ويډیو يې خپره کړې هغه وايي په دې علاقه کې دا اولنۍ پېښه نه ده دلته څوک هم نه شي ورتلی، هغه تور لګوي چې له دې وړاندې په سپين وام علاقه کې هم د سرتېرو لخوا په کور کې په ښځو د تشدد پېښه رامنځته شوې وه.

هغه وويل په علاقه کې د ويرې څوک غږ نه شي کولی او دا لمړی ماشوم دی چې دغه خبره يې وکړه.

هغه زياته کړه دوي څو ځله پوځي مشرانو ته خطونه استولي د ليدنې وخت يې ترې غوښتی او خپلې مسلې يې ورته په ګوته کړي خو دوي ته ځواب نه دی ويل شوی او نه ورسره تراوسه پورې مېلاؤ شوي دي.

د پاکستان د پوځ لخوا د حیات خان د ویډیو په حقله څه غبرګون نه دی ښودل شوی خو د پخوانیو دعوو ترمخه پوځ دغلته د خلقو د حفاظت لپاره موجود دی.

د پاکستان پوځ وايي دويي دغلته د ضرب عضب عملیات کړي دي او ترهګرو ته یې ماتې ورکړی ده، پوځ وايي تر هغې به په سیمه کې موجود وي تر څو د ځايي خلقو ژوند ته خطرې ختمې شوې نه وي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG