لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي۲۰ کرکت نړیوالو سیالیو کې به افغانستان"B"پره کې لوبېږي


دکرکټ دنړیوالې شورا یا ایي سي سي ترمخه دکرکتټ په دغو نړیوالو سیالیو کې دافغانستان ملي لوبډله په B ډله کې اچول شوې چې هند،انګلینډ اؤ جنوبي افریقه به پکې هم لوبیږي پکې .

له دې وړاندې ایي سی سي دخپلو معیارونو سره سم دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله دخپلې غوره کارکردګۍ له امله ددغو سیالیو په سپر۱۲ پړاؤ کې دلوبیدلو جوګه ګرځولی وه.

دسریلنکا اؤ بنګلا دیش د ټيمونو په ګډون به دنړۍ اته دکرکټ لوبډلې د سپر۱۲ پړاؤ دپاتې څلورو څوکیو ډکولو دپاره د سیالیو په لمړئ پړاؤ کې مقابله کوي.

ټاکل شوې ده چې د ایي سی سي ټي۲۰ نړیوال جام ۲۰۲۰ م دغه سیالۍ به په اسټریلیا کې ترسره کیږي.

د کرکټ د نړیوالۍ شورا د قوانینو پر بنسټ، هغه اته لوبډلې چې په نړیواله ډله بنډۍ کې، له اولې تر اتمې درجې لوبډلې په مستقیمه توګه د نړیوال جام سیالیو ته لاره مومي او پاتې اته نورې لوبډلې باید د ۲۰۲۰ کال د غوراوي په سیالیو کې لوبه وکړي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزو سیالیو په نړیوالۍ ډله بندۍ کې اتم مقام خپل کړی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG