دپېښورۍ پېغلې زینب نه وروسته دفاطمه په نوم یوې بلې پاکستانۍ پېغلې هم په یو چینائي وګړي زړه بائیللی اؤ واده یې ورسره کړی دی.
په پاکستان کې دچین دسفارتخانې غړي لیژن ژاؤ په ټولنیزه رسنۍ د پاکستانۍ پېغلې فاطمه اؤ شولونګ د واده عکسونه خپاره کړي اؤ لیکلي یې دي چې دا واده د پاکستاني کلتور په اساس شوی دی.
په دغو عکسونو کې لیدل کیږي چې پاکستانۍ پېغلې فاطمه په سره جوړه کې ځان ناوې کړی اؤ د واده زلمي هم دچینایي لباس پځائ دپاکستانیانو د واده لباس شیرواني اؤ پټکی کړی دی.
دچین دسفارتخانې غړي پخپل ټوئټ کې نه ده واضحه کړې چې فاطمه دپاکستان دکومې سیمې اوسیدونکې ده اؤ نه یې د واده په اړوند نور جزئیات ورکړی خو ویلي یې دي چې دې واده کې د ناوې اؤ زلمي د کورنیو غړو برخه درلوده.
تر دې وړاندې په پېښور کې یوې ۲۸ کلنې پېغلې زینب هم په ۲۷ کلن چیني انجنئیر ژوان لنګ زړه بائیللی ؤ اؤ واده یې ورسره کړی ؤ.
په دې وروستیو کې چې دپاکستان اؤ چین ترمینځ داقتصادي لارې سي پیک جوړولو تړون شوی د چینایي اؤ پاکستاني وګړو تر مینځ ودونو کې هم اضافه لیدل شوې
تیرکال په نړیوالو رسنیو کې داسې راپورونه مخې ته راغلي وؤ چې چین دخپل هیواد دننه ګڼ شمیر هغه ښځې دشکمنو فعالیتونو په تور نیولي چې پاکستانیانو سره یې ودونه کړي دي.