لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غبرګونونه: "د ارمان لوڼي مرګ یوه غمیزه ده پلټنه یې باید عدالتي کمېشن وکړي، نه پولیس"


واشنګټن ــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ د غړي ارماني لوڼي پر وژنه د پاکستان او افغانستان په ګډون په نوره نړۍ کې هم ګڼو خلکو، سیاستوالو او د بشري حقونو مدافعینو غبرګون څرګند کړی دی.

د بلوچستان اسمبلي غړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مشر نصرالله زېري پخپله یوه ویډیویي پیغام کې د ارمان لوڼي وژنه غندلې او د ګل- دوشنبې په ورځ یې د بلوچستان په ټولو پښتني سیمو کې احتجاج او کاربند اعلان کړی:

"د پولیس او خفیه ادارو [استخباراتو] د تشدد په نتیجه کې ابراهیم عرف ارمان خان لوڼی په شهادت ورسېد، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او ټول پښتون دا پېښه غندي. که موږ د ترهګرۍ خلاف احتجاج کوو د دې حق هم نه لرو، دا یوه ډېره خطرناک کار وشو".

د پاکستان د بشري حقونو یو فعال او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک پر ټویټر لیکلي، چې د امنیتي ادارو د کسانو په لاس د پي ټي ایم د یوه مشر وژنه زښته ډېره دردوونکې پېښه ده. افراسیاب خټک وایي:

"د هغه د وژنې ذمه وار کسان چې دا جرم یې کړی باید د قانون منګولو ته وسپارل شي".

د عوامي نېشنل ګوند یوه مشر افتخار حسېن هم د ارمان لوڼي وژنه په کلکه غندلې او لیکلي یې دي:

"د پروفیسر ارمان لوڼي په تشدد وژنه د انسانیت پر مخ تور داغ دی، په هېواد کې په بېلابېلو لاریو د سوله ییزو ښاریانو هدفي وژنو د وبا بڼه خپله کړې ده، چې دا به د ډېرې لویې تباهۍ پیلامه وګرځي".

په لندن کې مېشت د متحده قومي موومنټ مشر الطاف حسېن هم پر ټویټر د ارمان لوڼي وژنه په کلکه غندلې او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. الطاف حسېن وایي:

"ریاستي ترهګري باید ختم شي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره، د بشري حقونو د څار نړیواله اداره او اېمنیستي انټرنېشنل باید له پاکستان وغواړي چې ژر تر ژره داسې ظلمونه و دروي او د داسې وژنو مخه ونیسي".

د پاکستان پیپلز ګوند یوه مشر او پخواني سنېټر فرحت الله بابر هم پر ټویټر لیکلي، د امنیتي ادارو له خوا د پي ټي ایم د فعال ارمان لوڼي وژنه زښته ډېره د غندنې وړ ده. هغه وایي:

"خلک به و وژل شي خو نظریات نه شي وژل کېدای، نظریات به ژوندي وي او د انتقام لپاره به پاڅون کوي. د ارمان د وژنې لپاره ازادو پلټنو ته اړتیا ده چې قاتلین یې د دې جرم سزا وویني".

د ډان ټیلیویژن مشهور خبریال ضرار کوړو پر ټویټر لیکلي، چې د ساهیوال تر پېښې سمدستي وروسته دا یوه بله ډېره بده پېښه او باید پلټنه یې وشي. ضرار کوړو وایي:

"د ارمان لوڼي مرګ یوه ټرېجډي یا غمیزه ده چې پلټنه یې باید یو عدالتي کمېشن وکړي، نه چې پولیس یې وکړي".

د سیاسي چارو څېړونکي ډاکټر محمد تقي لیکلي، دا یو ډېر دردوونکی خبر دی چې یوه خور وړانګه لوڼۍ یې د ورور د مرګ په اړه اوري. محمد تقي لیکلي:

"د ارمان لوڼي وینه باید ضایع نه شي. په پاکستاني ریاست کې داسې سرکښ عناصر ضرور باید د قانون منګولو ته وسپارل شي".

د دفاعي چارو څېړونکې عایشه صدیقه- چې د پاکستاني پوځ په اړه یې یو تنقیدي کتاب هم لیکلی- د ارمان لوڼي وژنه ډېره غمجنه او نه بخښونکې پېښه ګڼي او پر ټویټر یې لیکلي:

"د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو د څانګې مشر آصف غفور خو ویل، چې که د پي ټي ایم غړي پرامنه پاته شي نو د هغوی خلاف به ګامونه نه اخیستل کېږي نو بیا یې ولې ارمان لوڼی و واژه".

شپږدېرش کلن ارمان لوڼی چې اصلي نوم یې محمد ابراهیم وو د بلوچستان په سنځاوۍ سیمه کې زېږېدلی وو، خو په اصل کې د دوکۍ د څمالنګ سیمې وو. هغه شاعر او لیکوال هم وو او د کوټې په ډګر کالج کې د پښتو ادبیاتو استاد وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG